شپږیزه لیګ؛ د ۱۹ مې لوبې پچه سپین غر پړانګانو وګټله او د مس عینک په وړاندې توپ اچونه کوي
د نهم پړاو شپږېزې کرېکټ لیګ په ۱۹مه لوبه کې د سپین غر پړانګانو لوبډلمشري د سمیع الله شینواري او د مس عینک اتلانو لوبډلمشري د افسر ځاځي په غاړه ده. که مس عینک لوبډله ننۍ لوبه سپین غر ته وبایلي؛ نو په یاد لیګ کې به له وړاندې تګه پاتې شي.
د کابل کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې د نهم پړاو شپږېزې لیګ ننۍ سیالۍ خورا مهمې دي.
د ننۍ لوبې لپاره د سپین غر له لوري په یولس کسیز نوملړ کې عمران میر، بهیرشاه محبوب، برکت الله، نعمان شاه، سمیع الله شنیواری، اکرام علیخېل، زهیرخان، فریدون داودزی، حسن عیسی خېل، عصمت علم او طاهر عدیل اخیستل شوي.
همدارنګه د مس عینک لوبډلې په یوولس کسیز نوملړ کې سبحان الله، نسیم منګل، خلیل ګربز، نوید عبید، افسر ځاځی، وفي الله تره خېل، رحمان الله، محمد نبي، ضیا اکبر، یما عرب او وحید ځدراڼ ګډون لري.
ننۍ لوبه د مس عینک لپاره خورا مهمه ده، که مس عینک ننۍ لوبه له سپین غر پړانګانو څخه په غټ توپیر وګټي؛ نو پایلوبې ته یې د ورتګ چانس ډېرېږي.
خو سپین غر لوبډله چې د اتم پړاو شپږېزې لیګ اتله لوبډله وه، لا له وړاندې پایلوبې ته د تګ چانس له لاسه ورکړی دی.