په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازې کاري موده پای ته ورسېده
په کابل کې د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې رافیلا ایوډیس دوه کلن کار پای ته ورسېد. اغلې ایوډیس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې له طالب چارواکو سره د کتنې پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې یې کاري موده پای ته رسېدلې.
اغلې ایوډیس د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې یوازینۍ پېژندل شوې ښځینه ډیپلوماته وه. هغې په منظمه توګه د ښځو د حقونو فعالانو، د مدني ټولنې استازو او رسنیو سره لیدلي.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال په افغانستان کې د اروپايي ډیپلوماتې د دوه کلن کار له امله له هغې مننه وکړه.
مولوي عبدالکبیر وویل، طالبانو له نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې نړۍواله ټولنه به هم د دوحې په ناسته کې پر خپلو ژمنو وفا وکړي.
اروپايي ټولنه په کابل کې دفتر لري، خو هېڅ اروپايي هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر په بشري مرستو خپل پام ورټول کړی.