په کندز کې هغه طالب چارواکی له دندې ګوښه شوی، چې د یوې مېړوښې ښځې سره یې جبري واده کړی و

AP ۱۴۰۳ وږی ۱

باخبره سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې په کندز کې د طالبانو د کرنې د برخې مشر امان‌الله حسن په جبري توګه د یوې مېړوښې ښځې سره تر واده کولو وروسته له دندې ګوښه شو.

سرچېنو ویلي، چې هغه د دغې اجباري نکاح لپاره اووه لکه افغانۍ ورکړې وې.
د دغې اجباري نکاح دوسیه د طالبانو محکمې ته رسېدلې؛ خو تر اوسه یې په اړه پرېکړه نه ده شوې.
یوې سرچینې ویلي، چې امان الله حسن د دومره زیاتو پیسو په ورکولو سره نه دی توانېدلی چې د نکاح کړل شوې مېرمنې خاوند راضي کړي او تر اوسه د هغوی حقوقي دعوه روانه ده.
تر دې وړاندې هم د ګڼو طالب چارواکو د څو، څو ودونو خبرونه په رسنیو کې خپاره شوي دي، د طالبانو یو بل قوماندان حمید خراساني د غويي په میاشت کې د څلورم ځل لپاره واده وکړ.
خو د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده تر دې وړاندې په یو فرمان کې د خپلې ډلې غړي له ګڼو ودونو منعه کړي وو.
هغه مهال ویل شوي وو، چې د طالبانو ګڼ ودونه د دوی د «دوښمنانو د نېوکو» لامل کېږي.

نور خبرونه

رادیو