د مس عینک اتلانو او سپین غر پړانګانو لوبډلې په شپږېزه لیګ کې پایلوبې ته له ورتګه پاتې شوې

په نهم پړاو شپږیزه لیګ کې د اتم پړاو شپږیزې لیګ اتله لوبډله سپین غر پړانګان او مس عینک اتلانو سفر پای ته ورسید. د دغه لیګ وروستۍ ګروپي لوبه نن له غرمې وروسته د بست ساتونکو او بند امیر ښامارانو ترمنځ تر سره کېږي.

د روان شپږیزې لیګ ۱۹مې لوبې پچه سپین غر پړانګانو وګټله او مس عینک لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د مس عینک اتلانو د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سیالې لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو په زیان سره د ۱۲۶ منډو هدف ورکړ.
په توپ وهنه کې د مس عینک په ګټه افسر ځاځي ۵۴ او سبحان الله ۲۳ منډې جوړې کړې.
او د سپین غر پړانګانو په ګټه بیا عصمت علم ۳ او عرب ګل ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې مس عینک ونه شو کولای، چې له خپلو ۱۲۶ منډو څخه دفاع وکړي.
د سپین غر لوبډلې توپ وهونکو د مس عینک له لوري ورکړل شوی هدف د لوبې ۱۶،۵ اوور کې د پنځو لوبغاړو په زیان پوره کړ.
په ننۍ لوبه کې عصمت علم د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه.
نوموړي په دغه لوبه کې په توپ وهنه کې ۲۵ ناسوځېدلې منډې او په توپ اچونه کې یې ۳ وېکټې واخیستې.
په روان لیګ کې یادې دواړه لوبډلې له مخکې تګ څخه پاتې شوې او دا یې وروستۍ لوبه وه.
بل خوا د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ د امو نهنګانو لوبډله د ۱۰ نومرو په لرلو سره پایلوبې ته ووتله.
خو د دویمې لوبډلې په توګه پایلوبې ته د ورتګ لپاره دویمه لوبه د بست ساتونکو او بند امیر لوبډلو تر منځ نن له غرمې وروسته پیلېږي.
د دغې لوبې ګټونکې لوبډله به له امو نهنګانو سره په پایلوبه کې ولوبېږي.