ملګري ملتونه وایي افغانستان ۱۸ زره قابلو ته سملاسي اړتیا لري

AP ۱۴۰۳ وږی ۱

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وایي، افغانستان سملاسي ۱۸ زره په کارپوه قابلو ته اړتیا لري.
دغه صندوق خبرداری ورکړ، که دا اړتیا پوره نه شي د ډېرو ښځو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.

د راپورونو له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندارو مېرمنو د مړینې تر ټولو لوړ ارقام لري.


د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق همداراز وایي، قابلې کولی شي چې د میندارو مېرمنو، نجونو او ماشومانو ۹۰ سلنه بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د دغه صندوق د راپور له مخې، په نړیواله کچه ۹۰۰ زره روزل شویو قابلو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې یې په افغانستان کې له ۷۰ کورنیو کلینیکونو ملاتړ کاوه، خو دا شمېر اوس له یوه ډېر ننګونکي کاري چاپېریال سره سره له شپږ برابره زیات ۴۷۷ کلینیکونو ته رسېدلی دی.
د دې راپورونو له مخې، د دغو کلینیکونو له ۲۰۲۱ کال راهیسې له څه باندې پنځه میلیونه افغانانو سره مرسته کړې، چې روغتیایي خدمتونو په ځانګړې توګه لرو پرتو سیمو کې لاسرسی پیدا کړي.
د میندو د مړینې لوړه کچه
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په راپور کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندارو مېرمنو د مړینې تر ټولو لوړ ارقام لري.
د راپور له مخې، په افغانستان کې هر یو ساعت یوه ښځه د مینداورۍ د ستونزو او یا هم د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.
ددې صندوق په خبره، په کارپوه قابلې کولی شي، چې تر ډېره پورې د مړینې مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق بیا راپور ورکوي، چې په هرو ۱۰۰ زرو زېږېدنو کې ۶۳۸ میندې د مینداوری پرمهال ژوند له لاسه ورکوي او لامل یې هم بېوزلي، روغتیایي خدمتونو ته محدود لاسرسی او جنسیتي توپیر دی.
دې سازمان د طالبانو لخوا د ښځو پر تعلیم، کار او سفر محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو او راتلونکو نسلونو وضعیت ډېر خطرناک ښکاري.

نور خبرونه

رادیو