ملګري ملتونه: د ۲۰۲۴ کال د جولای تر پایه تر ۶۸۳۰۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د یوه راپور له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۳۱مې نېټې تر ۶ سوه ۸۳ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د راپور له مخې؛ د کډوالو اېستل د مارچ میاشتې راهیسي ډېر شوي، چې د می او جون میاشتو کې شاوخوا ۳۸ زره کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي؛ خو په جولای میاشت کې دا شمېر لږ راکم شوی او د ۳۶ زره کډوالو د اېستلو راپور ورکړل شوی دی.

خو پاکستاني رسنیو ویلي، چې د روان ۲۰۲۴کال (د جولای له ۲۱مې د اګسټ تر ۱۷مې نېټې) له پاکستانه ۳۲زره او ۲۰۰ افغان کډوال اېستل شوي دي.

د کډوالوعالي کمېشنرۍ د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او شریکانو یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۷۵۸ زره او ۹۲۵ کسانو ته بشري مرستې برابرې کړې دي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د کډوالو د اېستلو د پالیسۍ له پلي کولو وروسته په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د نیولو او شړلو هڅې ګړندۍ کړې.

د کډوالو پر وړاندې د پاکستان دغه خشنه پالیسي که څه هم په نړۍواله کچه نقد شوې، په کور دننه هم یو شمېر سیاستوالو د یادې پالیسۍ مخالفت کړی.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان پخواني لنډ مهالي لومړي وزیر په یوې مرکې کې له خپلې دغې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي، چې افغانان باید خپل هېواد ته لاړ شي.

یو شمېر پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه لړۍ روانه ده او دوی په پام کې لري چې د استوګنې له اسنادو پرته افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

بل خوا، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون (د سې شنبې په ورځ) ویلي، چې د قطر د سرې میاشتې ټولنه غواړي په پکتیا ولایت کې د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره کورونه جوړ کړي.


نور خبرونه

رادیو