شپږیزه لیګ؛ بست ساتونکو د ۸۲ منډو په توپیر مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۱

د بست لوبډلې د درویش رسولي ۷۶، اعجاز احمدزي ۴۵ او محمد شهزاد ۳۲ منډو پر مټ د مس عینک لپاره د ۲۰۵ منډو هدف ایښی و، خو د مس عینک لوبډلې توپ وهونکي د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل او د لوبې په ۱۸،۲ اور کې یې ټوله لوبډله وسوځېدله.

د نهم پړاو شپږیزې لیګ سیالیو په ۱۷مې لوبې کې پچه د مس عینک لوبډلې ګټلې وه او د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بست لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړې وه.

د بست ساتونکو لوبډلې توپ وهونکو، د درویش رسولي ۷۶ ناسوځېدلو، اعجاز احمدزي ۴۵ او محمد شهزاد ۳۲ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو ستر هدف ورکړ.

په نهم پړاو شپږیزه لیګ سیالیو کې دا تر ټولو لوړ هدف و.

په توپ اچونه کې د مس عینک لوبډلې په ګټه خلیل ګربز درې، نسیم منګل او عبدالرحمن یوه یوه ویکېټه واخیستې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د بست ساتونکو توپ اچونکو له ورکړل شوي ۲۰۵ منډو هدف څخه په خورا ښه ډول دفاع وکړه.

د بست لوبډلې توپ اچونکو د مس عینک لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۸،۲ اورونو کې د ۱۲۲ منډو په جوړېدو سره وسوځول.

بست ساتونکو دغه لوبه له مس عینک اتلانو څخه د ۸۲ منډو په توپير وګټله.

د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د بست ساتونکو توپ وهونکي درویش رسولي ته ورکړل شوه.

درویش رسولي په دغه لوبه کې په۳۷ توپونو ۷۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

نور خبرونه

رادیو