د طالبانو امربالمعروف وزارت: موږ د نارینه‌و پرتله د ښځو حقونو ته ډېره پاملرنه کوو

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پالیسۍ معین وايي،‌ په سلګونو پېښو کې یې په بدو کې د ښځو د ورکړې، د ښځو د پلورلو او د ښځو د میراث حقونه بېرته راګوځولي دي.
دغه وزارت وايي، د نارینه‌و پرتله ښځو ته ډېره پاملرنه کوي.

د طالبانو تر ټولو جنجالي وزارت چې تل د نړۍوالو ټولنو او لویدیځو هېوادونو له نیوکو سره مخامخ دی، وايي په افغانستان کې ښځې د اسلامي او شرعي حقونو له مخې له خپلو ټولو حقونو څخه برخمنې دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پلان رییس شیخ محب الله مخلص نن سه شنبه د (زمري ۳۰مه) د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل، چې په تېر یو کال کې یې په مرکز او ولایتونو کې ۳۳۸ پېښو له امله یې په بدو کې د ښځو د ورکړې او په ۲۰۵ نورو پېښو کې یې د ښځو د پلور مخنیوی کړی دی.
همدارنګه نوموړی وايي، په ‌۲۶۳۶ پېښو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي مخنیوی هم شوی دی.
یاد وزارت وايي، د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله د لارښوونې سره سم د ښځو د حجاب مسوده هم چمتو شوې او منظور شوې ده.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پالیسۍ مرستیال د ښځو د حقونو په اړه وايي:« د ښځو شرعي حقونه خوندي دي. څه باندې ۵۰۰۰ ښځو ته د میراث حق ورکړل شوی دی.»
نوموړی زیاتوي، ښځې له خپلو ټولو «شرعي حقونو» څخه برخمنې دي او هغه رواجونه چې د شریعت خلاف دي د یاد وزارت له لوري یې مخنیوی شوی دی.
د یاد وزارت چارواکو د خپل کلني راپور پر مهال وویل، چې په نظامي ادارو کې ۲۸۱ لغړزني ( له اتلس کالو کم عمره)، بې ږېرې تنکي زلمیان یې هم تر پېژندلو وروسته له خپلو لیکو اېستلي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، ۴۵۰ تنه نظامیان چې د «نبوي سنتو» خلاف یې ویښتان اصلاح کړي و، هغوی یې عدلي ادارو ته ورپېژندلي دي.
د امربالمعروف اداره وايي، د دوی له لوري ۲۱زره ۳۲۸ د موسیقۍ الې تر نیولو وروسته ماتې شوې دي چې دا د دغه وزارت د سترو لاسته راوړنو په کتار کې یادوي.
دغه وزارت وايي، په ټول هېواد کې یې د چاپي، غږېزو او تصویري رسنیو ۹۰ سلنه خپرونو ته یې اسلامي بڼه ورکړې ده.
که څه هم د طالبانو د یاد وزارت مسوولین په هېواد کې ښځې د خپلو ټولو حقونو څخه برخمنې بولي؛ خو د دغه وزارت له لوري عامه ځایونو ته د ښځو پر تګ، پوهنتون، ښوونځي، په ځانته سر سفر کول او نورو ډېرو برخو کې پر ښځو او نجونو کلک بندیزونه لګېدلي، چې د دوی دغه کړنې د نړۍوالې ټولنې او ګڼو افغانانو د سختو نیوکو سره مخامخې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو