د اوږده عمر ریکارډ؛ د نړۍ تر ټولو ډېر عمره ښځه مړه شوه

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د نړۍ تر ټولو اوږد عمر لرونکې ښځه ماریا برینیاس موریرا مړه شوه.
ماریا چې تېر کال د نړۍ د تر ټولو زړې ښځې شخصیت جایزه ګټلې وه، د اګست په ۱۹مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د ماریا مړینه د ګنیز نړۍوال ریکارډ چارواکو هم تایید کړې ده.

ماریا د هسپانیا په کاتالونیا کې نرسنګ هوم سیمه کې مړه شوې چېرته چې هغې دا دوه لسیزې ژوند کولو.
له ماریا دوه بچیان، ۱۱ مسیان او کړوسیان پاتې دي.
د ګنیز نړۍوال ریکارډ له مخکې ماریا ۱۱۷ کالو او ۱۶۸ ورځو وه او هغه د نړۍ اتمه اوږد عمر لرونکې ښځې ده.
ماریا د خپل اوږد عمر راز ذهني سکون، له کورنۍ او ملګرو سره ښې اړیکې او له زهرجنو خلکو لرې والې ښودلی و.
ماریا د ۱۹۰۷ میلادي کال د مارچ په ۴مه د امریکا په سن فرانسسکو کې پیدا شوې خو کله چې اته کلنه وه هسپانیا ته کډواله شوه.
ماریا د ۲۴ کلنۍ په عمر له ډاکټر جان موریټ سره واده وکړ.

نور خبرونه

رادیو