شپږېزه لیګ؛ امونهنګان لوبډلې سپين غر پړانګانو ته د ۲۸ منډو په توپير ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په ۱۶ مه لوبه کې امونهنګان لوبډلې سپين غر پړانګانو لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې سياليو کې يې څلورمه بريا خپله کړه.

لوبه د اورښت له کبله د کرېکټ د ډي ايل ايس قانون په اساس ۱۲ اورونو ته را کمه شوه.

د شپږېزې کرېکټ لیګ د ۱۶ مې لوبې پچه د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ امونهنګان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

امو لوبډلې په ۱۷ اورونو کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې؛ خو د اورښت له کبله هدف او اورونه را کم شول او د سياليو د تخنیکي ډلې له لوري ۱۳۹ منډې هدف وټاکل شو.

د امو په لوبډله کې زبيد اکبري غوره توپوهنه وکړه، هغه په ۴۵ توپونو ۸۲ منډې جوړې کړې.

د راشد خان په لوبډلمشرۍ سپين غر پړانګانو لوبډلې په ۱۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۲ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يې د ۲۸ منډو په توپير وبايلله.

د امونهنګان په لوبډله کې تېز توپ اچونکي فضل الحق فاروقي غوره توپ اچونه وکړه.

نوموړي په خپلو درېيو اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي يې وسوځول، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

نور خبرونه

رادیو