د یوناما مرستیال: په بشردوستانه فعالیتونو کې د ښځو بشپړ ګډون حیاتي دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۹

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال وایي، چې په بشر دوستانه مرستو کې د نارینه و ترڅنګ د ښځو بشپړ او پراخ ګډون حیاتي دی.
اېنډریکا راټواټ ویلي، چې په عمومي برخو کې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه نوې ستونزې جوړې کړي، چې باید پرې غالب شو.

نوموړي د بشرپالنې د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوناما په اېکس کې په خپره شوې ویډيو کې ویلي، چې که نړۍواله ټولنه د بشردوستانه فعالیتونو په لومړۍ کرښه کې د ښځو د ګډون او ملاتړ برخه کې ناکامه شي، په اصل کې خلکو ته د بشردوستانه خدمتونو په وړاندې کولو کې ناکامي ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال زیاته کړه، چې ښځې او نارینه دواړه په افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو د ملا تیر دی.
د راټواټ په خبره؛ اوس د هر بل وخت په پرتله اړتیا ده، چې نړۍ د بشرپالو د وړتیاو لوړولو او له دوی څخه د ملاتړ ضمانت وکړي.
نوموړي په دې ویډيو کې ویلي، چې له مرسته کوونکو په ځانګړې توګه د ښځو له نه شتون سره به د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي وو، چې افغانستان په نړۍ کې د بشرپالو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی.
د اوچا په اعلامیه همداراز راغلي، چې اوسمهال په افغانستان کې د روزنیزو، ماین پاکۍ، د خوراکي مرستو، روغتیایي خدمتونو او د روان درملنې په برخو کې د غیر دولتي، سیمه ییزو او نړۍوالو سازمانونو ۳۵ زره کارکوونکي کار کوي.

نور خبرونه

رادیو