شپږیزه لیګ؛ د ۱۳مې لوبې پچه مس عینک وګټله او د امو نهنګانو په وړاندې توپ اچونه کوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۹

د نهم پړاو شپږیزې کرېکټ لیګ لیګ ۱۳مې لوبې پچه د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک لوبډلې وګټله او د امو نهنګانو لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د شپږیزې لیګ په روانو سیالیو کې ماتې نه منونکې لوبډله د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک لوبډله ده.

یادې لوبډلې تر دې مهاله هیڅ سیالۍ نه ده بایللې او د اتو نمرو په لرلو سره د جدول په لومړي مقام کې ځای لري.

نن دوشنبه د (زمري ۲۹مه) د ۱۳مې لوبې پچه ابراهیم ځدراڼ وګټله او غواړي لومړۍ توپ اچونه وکړي.

په نننۍ سیالۍ کې مس عینک لوبډلې سره د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، افسر ځاځی، نوید عبید، ناصر جمال، وفي الله ترخیل، محمد نبي، رحمان الله خډراڼ، عبدالرحمن رحماني، ضیاالرحمن اکبر، خلیل ګربز او یما عرب اخیستل شوي دي.

همدارنګه د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ د امو نهنګانو په لوبډله کې د نننۍ لوبې لپاره محمد اسحاق، عبدالمالک، مسعود ګربز، زبید اکبري، شاهدالله کمال، شراف الدین اشرف، اعجاز احمد ازاد، محمد ریاض، قیس احمد او فضل الحق فاروقي اخیستل شوي دي.

په روان لیګ کې مس عینک لوبډلې څلور سیالۍ تر سره کړې او څلور واړه یې ګټلې دي.

او همدارنګه امو نهنګانو لوبډلې بیا پنځه سیالۍ کړې دي چې دوه یې ګټلې او درې یې بایللې دي.

نور خبرونه

رادیو