شپږېزه لیګ؛ سپين غر پړانګانو لوبډلې بست ساتونکو ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۹

د شپږېزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په ۱۴مه لوبه کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ سپين غر پړانګانو د بست ساتونکو ته د ۱۹۳ منډې هدف وټاکه.

د سپين غر پړانګانو په لوبډله کې حسن عيسی خېل ۶۳ او سمېع الله شينواري ۴۹ منډې جوړې کړې دي.

د شپږېزه کرېکټ لیګ د ۱۴ مې لوبې پچه د راشد خان په لوبډلمشرۍ سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د بست ساتوونکو په وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

سپین غر لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۹۳ مندو هدف وټاکه.

د بست ساتونکي لوبډلې په توپ اچونه کې نصير خان معروف خېل دوه لوبغاړي وسوځول.

اوس د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ بست ساتونکي د دغه هدف د پوره کولو لپاره هڅه کوي.

نور خبرونه

رادیو