شپږیزه لیګ؛ امو نهنګانو لوبډلې د ۲۵ منډو په توپير میس عینک ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۹

د شپږیزې لیګ په ۱۳مه لوبه کې امو نهنګانو لوبډلې د مس عینک لوبډلې ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه.

دا په روان لیګ کې د مس عینک لومړۍ ماتې او د امو نهنګانو درېیم بری دی.

د نننۍ لوبې پچه د مس عینک لوبډلې ګټلي وه او د توپ اچونې پرېکړه یې کړي وه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د امو نهنګانو توپ په زړه پوري لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د دغې لوبډلې توپ وهونکو، شاهدالله کمال ۴۹، زبید اکبري ۴۹، عبدالماک ۳۲ او محمد اسحاق د ۱۹ منډو په مټ د پنځو لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبدلې ته د ۱۹۱ منډو هدف ورکړ.

بل‌خوا بیا د مس عینک لوبډلې توپ اچونکو ضیا الرحمن اکبر دوه، محمد نبي، عبدالرحمن او یما عرب یوه یوه ویکېټه تر لاسه کړه.

خو د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د ابراهیم ځدراڼ د ۵۲‍ او وفي الله تره خیل د ۴۱ منډو جوړیدو سره بیا د امو نهنګانو توپ اچونکو سیالې لوبډلې ته د ورکړل شوي ۱۹۱ منډو هدف څخه په ښه توګه دفاع وکړه.

د امو نهنګانو لپاره په توپ اچونه کې عظمت عمرزي درې، فضل الحق فاروقي، شاهدالله کمال او قیس احمد یوه یوه ویکېټه واخیستله.

په روان لیګ کې مس عینک لوبډلې دا پنځمه لوبه وه چې ترسره یې کړه او په لومړي ځل یې ماتې وخوړله.

بل خوا امو نهنګانو لوبډلې نن شپږمه لوبه ترسره کړه، چې درې لوبې یې ګټلې او درې یې بایللې دي.

د نن لوبې غوره لوبغاړي جایزه د امو نهنګانو لوبډلې الراونډر لوبغاړی شاهد الله کمال ته ورکړل شوه.

کمال په توپ وهنه کې په ۲۳ توپونو ۴۹ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې یې یوه ویکېټه ترلاسه کړه.

نور خبرونه

رادیو