شپږېزه لیګ؛ بندامير ښاماران لوبډلې سپين غر پړانګانو ته د ۱۴۸ مندو هدف وټاکه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په ۱۲مه لوبه کې بندامير ښاماران لوبډلې د سپين غر پړانګانو ته د ۱۴۸ منډې هدف وټاکه. د بندامير لوبډلې مشري حشمت الله شهيدي او د سپين غر پړانګانو لوبډلمشر بیا راشد خان دی.

د شپږېزه کرېکټ لیګ د ۱۲مې لوبې پچه د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ بندامير ښامارانو لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بندامير ښاماران د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

د بندامير په لوبډله کې صديق اتل په ۶۱ توپونو ۸۹ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.

د سپين غر پړانګانو په لوبډله کې بیا لوبډلمشر راشد خان تر ټولو بهترينه توپ اچونه وکړه، نوموړي په ۴ اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۹ منډې ورکړې.

ظاهر خان بیا ۴ کسان وسوځول.

په دې سياليو کې دا د راشد خان لومړۍ لوبه ده، چې د سپين غر پړانګانو په لوبډله کې يې تر سره کوي.

د افغانستان د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي شپږېزه لیګ سيالیو ته رسېدلي او په خپلو لوبډلو کې به ولوبيږي.

نور خبرونه

رادیو