پاکستاني رسنۍ: نږدې یوه میاشت کې له پاکستانه ۳۲ زره افغان کډوال اېستل شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

پاکستاني رسنیو راپور خپور کړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال (د جولای له ۲۱مې د اګسټ تر ۱۷مې نېټې) له پاکستانه ۳۲ زره او ۲۰۰ افغان کډوال ایستل شوي دي.

ويل کیږي، د اګسټ تر ۱۷مې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۹۱۸۵۳ تنو ته رسېدلی.

له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.

په راپور کې دا نه دي راغلي، چې په د دغو کډوالو له ټول شمېر څخه څومره نران، ښځې او ماشومان دي خو تر دې وړاندې د جولای له ۲۱مې نېټې څخه د اګسټ تر درېیمې نیټې پورې ۱۵۵۳۷ افغان کډوال له دغه هیواده ایستل شوي وو، چې له ډلې ۶۳۴۵ یې نارینه، ۴۹۶۳یې ښځې او ۴۲۲۹یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

راپور کې راغلي چې دغه ۳۲ زره او ۲۰۰ افغان کډوال، چې۷۳۲ کورنۍ کیږي، افغانستان ته په ۶۷۴ موټرو کې ستنې شوې دي.

دغه شمېرې پاکستاني چارواکو داسې مهال خپرې کړې دي چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شوی او دا مهال د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول او ایستل روان دي.

پاکستاني چارواکو مخکې ويلي وو، که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي؛ نو د دوی د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په تېره چنګاښ میاشت کې ويلي و، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې هېواد د پنځه مېلیونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی چې ۱.۴ مېلیونه یې راجستر شوي، چې پاتې یو مېلیون نا راجستر شوي او په زرګونه بې اسناده کډوال لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې وه، چې ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي کډوال به هم ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه لړۍ روانه ده او دوی په پام کې لري چې د استوګنې له اسنادو پرته افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

ویل کیږي د افغان کډوالو یوه لویه برخه د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې ژوند کوي چې د پاکستاني پولیسو په وینا له پلټنو او موندلو وروسته به یې افغانستان ته ستانه کړي.

نور خبرونه

رادیو