شپږیزه کرېکټ لیګ؛ امو نهنګانو لوبډلې بست ساتونکو ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د نهم پړاو شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۱مه سیالۍ کې د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ د امو نهنګانو لوبډلې بست لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپير ماتې ورکړه.

دا د بست لوبډلې لپاره درېیمه سر پر سر ماتې ده.

د بست ساتونکو او امو ننهګانو لوبډلې د نننۍ سیالۍ پچه بست لوبډلې ګټلې وه او امو نهنګانو ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د امو نهنګانو لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې شرف الدین اشرف ۳۶، عبدالمالک ۲۰ او شاهد الله کمال ۱۸ منډو په مټ د اتو ویکېټو په زیان سره سیالې لوبډلې ته ۱۴۷ منډې هدف ورکړ.

بل خوا د بست لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي درې، نصیر خان او بشیر احمد دوې دوې او فرید احمد یوه ویکېټه واخیسته.

خو د بست لوبډلې توپ وهونکو ونه شو کولی، چې د امو نهنګانو لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.

بست لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ ویکېټو په سوځېدو سره یوازې ۱۳۵ منډې جوړې کړې او امونهنګانو ته یې لوبه وبایلله.

د بست لوبډلې لپاره یواځې رحمت شاه ۴۹، درویش رسولي ۳۵ او نجیب الله ځدراڼ ۲۳ منډې جوړې کړې.

خو حضرت الله ځاځی په شپږو، محمد اکرم درې، بلال ترین پنځه منډې جوړې او ګلبدین په صفر اوټ شو.

د امو نهنګانو لوبډلې لپاره لوبډلمشر عظمت الله عمرزي د سیالې لوبډلې څلور ویکېټې واخیستې.

د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د امو نهنګانو لوبډلې الراونډر شرف الدین اشرف ته ورکړل شوه.

نوموړي په دغېلوبه کې په ۲۱ بالونو ۳۶ منډې جوړې کړې.

نور خبرونه

رادیو