د فلم نړۍ؛ د فرانسې د سینما وتلی ستوری الین ډیلون مړ شو

د فرانسوي سینما د افسانوي لوبغاړي الین ډیلون اولادونو په یوه اعلاميه کې ويلي، چې پلار یې د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو. په اعلاميه کې ویل شوي: «نوموړی د فرانسې په دوشي ښار کې د خپلې کورنۍ او درېيو زامنو په حضور کې مړ شوی.»

دغه فرانسوي فلمي ستوري په ۸۶ کلنۍ کې د فزیکي ستونزو له امله د مرګ غوښتنه کړې وه.

ډیلون په ۲۰۱۹ کې د مغزي سکتې سره مخ شو او سره له دې، چې روغ شو د تګ لپاره يې امسا ته اړتیا درلوده.

الین ډیلون د ۱۹۶۰ او۱۹۷۰ کلونو په اوږدو کې د اروپا یو له مخکښو او جذابو لوبغاړو څخه و.

نوموړي د خپل فعاليت په جریان کې د ډېرو مشهورو ادا کارانو لکه لوچینو ویسکونټ، ژان لوک ګوارډ، ژان پییر میلویل، میشلانجیلو انتوني او لویس مال سره کار کړی.

ډیلن ته په ۱۹۹۱ کې د فرانسوي لژيون دونور جایزه ورکړل شوه.

هغه د برلین په ۴۵ نړۍوال فلم فستیوال کې د سرو زرو افتخاري جايزه او د ۲۰۱۹ کانز فلم فستیوال کې یې د پام ډي ار افتخاري جايزې تر لاسه کړې.