شپږېزه لیګ؛ بند امير ښاماران لوبډلې سپين غر پړانګانو ته د ۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په ۱۲ مه لوبه کې بند امير ښاماران لوبډلې د سپين غر پړانګانو ته د ۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د بند امير په لوبډله کې صديق اتل بهترينه توپوهنه وکړه، نوموړي په ۶۱ توپونو ۸۹ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د شپږېزې کرېکټ لیګ د ۱۲مې لوبې پچه د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ د بند امير ښامارانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بندا مير ښامارانو د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې هدف وټاکه.

د سپين غر پړانګانو په لوبډله کې ظاهر خان ۴ او لوبډلمشر راشد خان په ۴ اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازي ۹ منډې یې ورکړې.

د سپین غر پړانګانو لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۴ منډې جوړې کړې.

د سپين غر لوبډلې په توپوهنه کې حسن عیسی خيل په ۳۹ توپونو ۴۵ تر نورو لوبغاړو ډېري مندې جوړې کړې.

د بند امير لوبډلې توپ اچوونکي امير حمزه ۳ لوبغاړي وسوځول.

بند امیر ښاماران لوبډلې د دې لوبې په ګټلو دا درېیمه بریا ده، چې تر لاسه کوي یې.

په دې سياليو کې دا د راشد خان لومړۍ لوبه ده، چې د سپين غر پړانګانو په لوبډله کې يې تر سره کوي.

د افغانستان د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي شپږېزه لیګ سيالیو ته رسېدلي او په خپلو لوبډلو کې به ولوبيږي.

نور خبرونه

رادیو