شنبه‌های ارغواني غورځنګ: نړۍواله ټولنه دې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنایتونو مخه ونیسي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ مشرې مریم معروف اروین ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنایتونو مخه ونیسي او د افغان ښځو سره یې د دغې ټولنې په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.

دغه غورځنګ په اېکس پاڼه د اغلې اروین د وینا د متن په خپرولو سره ویلي:« په تېرو درېیو کلونو کې د هغو اقداماتو نشتوالی غندو، چې په ترڅ کې یې د طالبانو ظالمانه واکمنۍ په افغانستان کې خپله ولکه ټینګه کړې او د ښځو له حقونو څخه یې په پر له پسې توګه سرغړونې کړې دي.»
اغلې اروین په خپله وینا کې پر ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې نیوکه کړې، چې د افغان ښځو پر وړاندې د "صادقانه مسوولیت" په پوره کولو کې پاتې راغلي.
هغې استدلال وکړ، چې د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې یوازې غبرګون بسنه نه کوي.
هغې وویل:« له درېیو کلونو راهیسې د افغانستان ښځې د مرستې لپاره چیغې وهي؛ خو ټولو خپل غوږونه پرې کاڼه کړي دي.»
هغې زیاته کړې، چې د نړۍوالې ټولنې چوپتیا او بې کفایتي طالبان دې ته هڅولي چې د ښځو پر وړاندې خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي.
هغې دا رنګه ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو خوا ته روان دی.
هغې ویلي، که ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه همدا اوس ګام وانخلي، تاریخ به د دوی په اړه د دغې تراژیدۍ د رامنځ ته کېدو لپاره قضاوت وکړي.
اغلې اروین له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په طالب چارواکو سخت بندیزونه ولګوي، دیپلوماتیک فشارونه پرې زیات کړي او د افغانستان د ښځو له سازمانونو سره نېغ په نېغه مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو