‏شپږېزه لیګ؛ سپین‌غر لوبډلې په پنځو وېکټو امو نهنکانو ته ماتې ورکړه

د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو نهمه لوبه سپین‌غر لوبډلې په پنځو وېکټو له امو نهنکانو څخه وګټله. په شپږېزه کرېکټ لیګ کې دا د سپین غر پړانکانو لومړۍ بریا ده.

د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو د نهمې لوبې پچه سپین‌غر لوبډلې ګټلې وه او د امو نهنګانو پر وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
سپین غر پړانګانو په دغه لیګ کې په تېرو لوبو کې خپلې درې ماتې تجربه کړې وې.

په دغه لوبه کې د امو نهنګانو په اتلس اورونو کې ۱۰۶ منډې جوړې کړې وې او د لوبې په دویمه پاڼۍ کې بیا د سپین غر لوبډلې په لسو اورونو کې ورکړل شوی هدف د پنځو وېکټو په زیان سره پوره کړ او د لوبې بریا یې خپله کړه.
په دې لوبه کې بلال سمیع ۳ وېکټې واخیستې او حسن عیسی خېل بیا د سپین غر لوبډلې په ګټه ۳۶ منډې جوړې کړې.⁩
بلال سمیع د دغه لوبو غوره لوبغاړی شو.
د‏ سپین‌غر او امو نهنګانو لوبډلو ترڅنګ ننۍ دویمه لوبه کې مس‌عینک اتلان، د بست ساتونکو پر وړاندې لوبه کوي.
تېره ورځ د دغو سیالیو په اوومه لوبه کې امو نهنګانو بست ساتونکو ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.
دا په روانو لوبو کې د امو نهنګانو لومړنی بری و.
د شپږېزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالۍ د اګسټ میاشتې په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو ترمنځ پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.