شپږېزه لیګ؛ بست ساتونکو مس عينک اتلانو ته ۱۸۶ منډې هدف وټاکه
د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په لسمه لوبه کې بست ساتونکو د مس عینک اتلانو لوبډلې ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه. د بست ساتونکو په لوبډله کې دروېش رسولي ۶۷ او لوبډلمشر رحمت شاه ۳۹ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې
د شپږېزه کرېکټ لیګ د لسمې لوبې پچه د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ بست ساتونکو وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
بست ساتونکو د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې هدف وټاکه.
د مس عينک اتلانو لوبډلې په توپ اچونه کې عبدالرحمان ۳، وحيدالله ځدران، محمد نبي او ضياء الرحمان اکبر هر یو دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
اوس د ابراهيم ځدران په لوبډلمشرۍ مس عينک اتلان د دغه هدف د پوره کولو لپاره هڅه کوي.
په مس عينک لوبډله کې د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي او د بست ساتونکو په لوبډله کې بيا د رحمت شاه ترڅنګ محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، نجيب ځدران، ګلبدين نايب او فريد ملک لوبيږي.
بست ساتونکي او مس عينک اتلان دواړه د دې سياليو مخکښي او قوي لوبډلې دي.