شپږیزه لیګ: مس عینک بُست ساتونکو لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

د مس عینک لوبډلې د بُست ساتونکو ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۸،۳ اور کې د دوو ویکټو په تاوان پوره کړ. په روان لیګ کې دا د مس عینک لوبډلې څلورمه پرله پسې بریا ده.

د نهم پړاو شپږیزې کرېکټ لیګ د لسمې سیالۍ پچه د بُست ساتونکو ګتلې وه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د بُست ساتونکو لوبډلې د دروېش رسولي ۶۷، رحمت شاه ۳۹ او ګلبدین نایب ۲۰ منډو په مټ مس عینک لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د مس عینک په ګټه عبدالرحمن ۳، وحیدالله ځدراڼ، محمد نبي او ضیا اکبر دوه دوه ویکټې او نوید ځدراڼ یوه ویکټه تر لاسه کړه.
د بُست ساتونکو توپ اچوونکو ونه شو کړای چې له خپلو ۱۶۸ منډو څخه دفاع وکړي.
د مس عینک لوبډلې توپ وهونکو د لوبې په ۱۸،۳ اور کې د سیالې لوبډلې هدف د دوو ویکټو په زیان سره پوره او په روان لیګ کې یې پرله پسې څلورمه بریا خپله کړه.
د دغه سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د مس عینک توپ وهونکي وفي الله تره خېل ته ورکړل شوه.
وفي الله په نننۍ سیالۍ کې د بُست ساتونکو لوبډلې په وړاندې د ۶ څلوریزو او ۴ شپږیزو پر مټ ۶۵ منډې جوړې کړي.