په هند کې پر یوې ډاکټرې د جنسي تېري او د هغې د وژنې په غبرګون کې ښځو پراخ لاریونونه کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

په زرګونه هندیانې تېره اونۍ د کلکتې ښار په یوه دولتي روغتون کې پر یوې ډاکټرې د جنسي تېري او د هغې د وژنې په اعتراض کې سړکونو ته راووتې.
دوی په روغتیايي مرکزونو او روغتونونو کې د ښه امنیت او اسانتیاو د برابرولو او د تېري کوونکو پر وړاندې د عدالت غوښتنه کوي.

دوی وایي، د دې پېښې سره دا په ډاګه کېږي چې څنګه په مېلیونونه هندي مېرمنې د کار په ځای کې له ناوړه چلند سره مخامخې دي او د جنسي زورزیاتي په وړاندې د عدالت په پلي کولو کې له سختو خنډونو سره ډغرې وهي.
د عدلي طب د مالوماتو له مخې، د دغې ۳۱ کلنې ډاکټرې د بدن ځیني هډوکي مات شوي او پر بدن یې ټپونه ښکاري او په وینا یې پر هغې یو وحشیانه برید شوی دی.
د مالوماتو له مخې، دغه پېښه په هغه روغتون کې شوې چې دغې ډاکترې هلته کار کاوه.
هند د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او په کار ځایونو کې د جنسي ځورونې څخه د ساتنې لپاره د پي او اېس اېچ په نوم یو قانون هم لري.
په هند کې د جنسي تېري پر وړاندې قوانین وروسته له هغه پیاوړي شول، چې په ډیلي کې په ۲۰۱۲کال کې ډله‌ییز جنسي تېريو او وژنو په ټول هېواد کې لاریونونه راوپارول.
په ورته وخت کې، د لویدیځ بنګال ایالت اعلی وزیر د اګست تر ۱۸مې پورې د "عاملینو د اعدام" غوښتنه کړې ده.

ورته مهال په هند کې نوموتو شخصیتونو او فلمي اداکارو په خواله رسنۍ کې د دغې پېښې پر وړاندې د عدالت غوښتنې کمپاین هم پیل کړی دی.

نور خبرونه

رادیو