د کرېکټ شپږیزه کې امو نهنګانو بست ساتونکو ته ماته ور کړه

د افغانستان د کرېکټ په شپږیزه لیګ سیالیو کې نن په اوومه لوبه کې امو نهنګانو بست ساتونکو ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. دا په روانو لوبو کې د امو نهنګانولومړنی بری دی.

د افغانستان د کرېکټ په شپږیزه لیګ سیالیو کې نن په اوومه لوبه کې امو نهنګانو بست ساتونکو ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. دا په روانو لوبو کې د امو نهنګانولومړنی بری دی.
بست ساتونکو د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د پنځو لوبغاړو په زیان سره یې په شلو اورونو کې امو نهنګان لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.
بست ساتونکو تهاعجاز احمدزي ۳۷، دروېش رسولي ۳۶ او ګلبدین نایب ۳۰ منډې جوړې کړې.
په دغه لوبه کې د امو نهنګانو په ګټه شرف الدین اشرف دوه ویکټې ترلاسه کړې.
په مقابل کې امو نهنګانو د څلورو لوبغاړو په زیان سره په ۱۷ اور کې هدف پوره او لوبه یې وګټله
شپږیزه لیک کې نن بله لوبه د مسک عینک کان او بند امیر ښاماران ترمنځ ده.

د هند کرېکټ بورډ مشر جې شاه وايي، چې په دغو سیالیو کې د ګډون په اړه یې تراوسه پرېکړه نه ده شوې. هغه د ټایمز اف اېنډیا رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، هرکله یې چې په دې اړه دریځ روښانه شو؛ نو پرېکړه به له رسنیو سره شریکه کړي.
د ای سي سي د ۲۰۲۵کال چمپینز ټرافي چې د نوي کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان په کوربهتوب پیلېږي، هند د یو لړ امنیتي اندېښنو له کبله په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره پرېکړه نه ده کړې.
دغه سیالۍ د فبروري په ۱۹مه پیلېږي او د مارچ میاشتې تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې به د افغانستان، پاکستان، هند، انګلنډ، سوېلي افریقا، نیوزیلنډ، بنګله دېش او اسټرالیا لوبډلې برخه واخلي.
په تېر ۲۰۲۳ اسیا کپ سیالیو کې چې په پاکستان کې ترسره شوې، هغه مهال هم د هند لوبډلې په پاکستان کې په دغو سیالیو کې ګډون رد کړی و او پر ځای یې د هند ټولې لوبې په سریلانکا کې ترسره شوې.
له هند پرته، ټولې اته لوبډلې چې په چمپینز ټرافي کې برخه اخلي، لا دمخه په پاکستان کې لوبېدلې دي.
له بل پلوه د پاکستان کرېکټ بورډ وایي، چې هند پاکستان ته د نه راتلو کوم قوي دلیل نه لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ومنله، چې زدهکړیال حمید جلال د دوی د ځواکونو لهخوا په ډزو وژل شوی دی.
ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالب وسلهوالو د سه شنبې په ورځ په کابل ښار کې د جلال پر موټر هغه مهال ډزې وکړې او نوموړی یې وواژه، چې د هغه موټر د طالبانو له رینجر موټره مخکې شو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ وویل، چې «په پېښه کې ښکېل» کس یې نیولی دی.
قانع وايي:« دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده او له پلټنو وروسته به نوموړی پوځي محکمې ته ولېږل شي.»
د جلال کورنۍ ته نږدې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی د سه شنبې په ورځ (د زمري په ۲۳مه) د خپلو ټولګيوالو سره د خپل یو ملګري د واده مبارکۍ ته تللی و چې د لارې په اوږدو کې ووژل شو.
د حمید جلال یو خپلوان وايي، هغه د موټر شاتني سیټ کې ناست و چې دوه مرمۍ یې په سر لګېدلې وې.
طالبانو له ډزو وړاندې هغوی ته د درېدو په اړه څه نه و ویلي.
دغه سرچېنه وایي، د جلال کورنۍ له طالبانو غواړي چې قاتل ته دې سخته سزا ورکړل شي.
حمید جلال، د ننگرهار ولایت اوسېدونکی او د کابل په سلام خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې زدهکړیال و، نوموړی سږ کال له دغه پوهنځي څخه فارغېدلو.
د سلام پوهنتون هم په یوې خبرتیا کې د دغه زدهکړیال په وژنه غمرازي ښودلې ده.
دغه خصوصي پوهنتون ویلي، چې حمید جلال په یوې «غملړلې» پېښه کې وژل شوی دی.
په تېرو درېیو کالو کې د طالب وسلهوالو لهخوا پر ولسي خلکو د ډزو ډېرې پېښې رپوټ شوې دي. خو تر اوسه طالبانو په دغو پېښو کې یو ښکېل کس ته هم سزا نه ده ورکړې او د دغو پېښو په اړه له څرګندونو هم په څنګ تېرېږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پر طالبانو د توندو نیوکو سره وویل، چې «د طالبانو غیر انساني رژیم» د مېلیونونو مېرمنو او نجونو هیلې له خاورو سره خاورې کړې او هغوی ته د دې اجازه نه ورکوي، چې هغوی «د ښځو په شان ژوند وکړي.»
انالنا بېربوک وایي، چې نن سبا افغانې ښځې او نجونې په عملي بڼه په «کورني زندان» کې بندیانې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ په یوې وینا کې وویل، چې واک ته د طالبانو د بیا راستنېدو سره سم د افغانستان د خلکو په تېره بیا د مېرمنو ژوند بدل شوی دی.
د هغې په وینا، «طالبان د اسلامي شریعت په پلمه د مېرمنو له حقونو په منظمه توګه سرغړونې کوي.»
جرمني او نورو اروپايی هېوادونو، د طالبانو پر یو شمېر جګبوړو چارواکو د مېرمنو له حقونو څخه د سرغړونو په تور بندیزونه لګولي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ وویل، که طالبان نړۍوالې ژمنې له پامه غورځوي؛ نو دغه هېواد «له نړۍوالې ټولنې سره نه شي یو ځای کېدای.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې له دغې ډلې سره دې خپلې اړیکې پراخې کړي.
متقي بيبيسي ته وویل، چې د مېرمنو د حقونو مسله باید د دوی د رسمیت پېژندنې په لار کې خنډ نه شي.
مېرمن بېربوک د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو د وضعیت یو تت انځور وړاندې کړ، چې د هغې په ټکو دغې ډلې مېرمنې له عمومي حوزې څخه څنډې ته کړې دي.

سرچینې وايي، چې طالب وسله والو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ممیزو د پاکولو د یو شرکت ښځینه کارکونکو پر موټر برید کړی او هغوی یې په «وحشیانه ډول» وهلې دي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د عبدالحق په څلورلارې کې یو موټر چې تر ۵۰ زیاتې ښځې پکې سپرې وې، درولی او دغه ښخې یې وهلې دي.
یوې ښځینه کارکوونکې وویل: «طالبانو پر موږ ځکه حمله وکړه، چې ښځې د موټر په مخکیني سیټ کې ناستې وې او د رخصتۍ په ورځ کار ته تللې وو. هغوی د موټر ښیښې ماتې کړې او زه په شا د ټوپک په میل ووهلم.»
دغه ښځينه کارکوونکې وايي، چې د طالبانو له لوري تر وهلو ټکولو وروسته د کابل د ابن سينا روغتون ته ورغلې، خو روغتون يې له درملنې ډډه کړې.
کارګرو میرمنو یوه ویډیو رالیږلې چې وايي، دوی د خپلو ماشومانو د نس مړولو لپاره کار کولو ته اړ شوي دي.
يوې ښځې وويل: "موږ د هوس له امله له کوره نه یو وتلي. زه څلور ماشومان لرم. زه د سهار له ۵ بجو څخه تر مازیګر ۵ بجو پورې په ۲۰۰ افغانیو کار کوم. "
دغه مېرمنې وايي، چې د نارینه موټر چلوونکي په ګډون د طالبانو غړو ډېری مېرمنې د ټوپک په زور ګواښلي او وهلي یې دي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو نن چهارشنبه د زمري ۲۴مه د "امریکا او متحدینو پر وداندې یې د دوی د بریا د ورځې" په توګه اعلان کړې او په مختلفو ښارونو کې یې په پوځي موټرو کې ګزمې کړي دي.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت وایي، په تېر۱۴۰۲ لمریز کال کې یې د پټلۍ له لارې څلور اعشاریه یو میلیون متریک ټنه توکي لېږدولي دي. دغه وزارت نن په خپل اېکس کې لیکلي چې دا انتقالات له حیرتان، تورغونډۍ، اقینې او هرات خواف پټلیو له لارې شوې دي.
طالبان وايي، هڅه کوي د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره لا ښې اسانتیاوې برابرې کړي.
طالبانو په واکمنېدو سره د پټلۍ له لارې د سوداګرۍ پراخولو هڅې ګړندۍ کړې دي.
د دې ډلې له هڅو وروسته د تېرې مۍ میاشتې پر ۲۸ اول ځل د افغانستان اورګاډی د ایران له لارې ترکیې ته ورسېد.
دغه اورګاډی چې له ایران سره پر پوله ۴۰ ورځې ایسار و، تر ۱۱ سوو ټنه شوکاڼی یا تالک یې ترکیې ته ولېږداوه.
طالبانو تېره اونۍ د بلخ له حیرتان ښارګوتي د حیرتان تر دوراهي نوې پټلۍ پرانیسته چې داوزبکستان پلاوي هم پکې ګډون کړی و.
