پیاتنګترن شیناواترا د تایلنډ تر ټولو ځوانه لومړۍ وزیره وټاکل شوه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

د تایلنډ پارلمان نن ځوانه سیاستواله پیاتنګترن شیناواترا د دغه هېواد د تر ټولو ځوانې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله.

مېرمن شیناواترا په اسانۍ د پارلمان ۳۱۹ څوکۍ یا له دریو دوه برخې رایې خپلې کړې.

د تایلنډ نننیو ټاکنو سره پیاتنګترن شیناواترا دویمه ښځه ده چې لومړۍ وزیره کېږي.

مېرمن شیناواترا له خپل برید وروسته وویل، چې د تایلنډ د پرمختګ لپاره به هڅې کوي: «دا هغه څه دي چې زه یې کول غواړم، نن زه وویاړل شوم او ډېره خوشاله یم.»

د ډېر ځواکمن خو جنجالي سیاستوال تسکین شیناواترا ۳۷ کلنه لور له هغه دوه ورځې وروسته لومړۍ وزیره شوه چې د نوموړي متحد سریتا تاوسین د اساسي قانون محکمې له خوا د فساد له امله له دندې ګوښه شو.

د نوموړي تر لرې کېدو وروسته تایلنډ کې واکمنه ټلواله پرون په دې سلا شوه چې پیتانګترن شیناواترا لومړي وزارت ته نومانده کړي.

پیاتنګترن شیناواترا د میلیاردر تسکین شیناواترا لور او حکومت کې د تر ټولو ستر ګوند مشره ده.

شیناواترا څوک ده؟

شیناواترا د ټاکل کېدو پر مهال له خپل مېړه سره

پیاتنګترن شیناواترا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۲۷ د فیوتای ګوند مشره شوه.

پیاتنګترن سوداګره ده او د انګلنډ له سوري پوهنتون یې د هوټل مدریت کې سند ترلاسه کړی دی.

د ۳۷ کلنې پیاتنګترن د پلار په ګډون د دې کورنۍ درې غړي د تایلنډ لومړي وزیران تېر شوي دي.

اوسنۍ پرېکړې سره اټکل دی چېد شینواترا میلیاردرې کورنۍ سیاسي واکمني به نوره هم اوږده شي چې له نږدې ۲۵ کلونو راهیسیې یې په تایلنډ کې لري.

ځینې خلک دا کورنۍ په فساد هم تورنوي او د پوځ اسټبلشمنټ ملاتړو عناصرو له خوا یې درې لومړي وزیران هم له دندو لرې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو