فرانسه: له ټولنیز ژوند څخه د ښځو لرې کولو سره به افغانستان پرمختګ ونه کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

د طالبانو له خوا د دوهم ځل لپاره د کابل د نیولو د درېیمې کلیزې په مناسبت د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې که ښځې له ټولنیز ژوند څخه لرې شي نو د افغانستان پرمختګ ناشونی دی.

دوی زیاتوی؛ تر څو چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه پای ته ونه رسیږي، دغه هېواد به عادي حالت ته را و نه کرځي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې غندي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړه، چې د طالبانو پریکړه چې د ښځو پر زده کړو او کار بندیز ولګول شي «د منلو او توجیه وړ نه ده».

د فرانسې حکومت ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته، فرانسه پر خپلو ژمنو عمل کوي، او د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه کولو لپاره به له ټولو فشارونو کار واخلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم طالبان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پریکړه لیک په نه مراعاتولو تورن کړل او ویې ویل، چې دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او په پرله پسې ډول یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پر طالبانو سختې نیوکې کړې وې او ویلي وو، چې د طالبانو «غیر انساني رژیم» د میلیونونو افغان ښځو او نجونو خوبونه له منځه وړي او هغوی ته یې د «ښځو په توګه د ژوند کولو» اجازه نه ده ورکړې. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک زیاته کړه، چې افغان ښځې او نجونې اوس مهال عملا په "کورنۍ زندان" کې دي.

نور خبرونه

رادیو