د پنجره امید غورځنګ: په تېرو درېیو کالو کې افغان ښځو له کورنیو زندانونو د ازادۍ مبارزه کړې

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

د ښځو د پنجرې امید غورځنګ وایي، درې کاله کېږي چې ولس او جغرافیه مو یوې «تنګ نظرې» ډلې ته سپارل شوې او د ډیموکراسۍ د وخت ټولې لاسته راوړنې او هیلې مو له منځه ولاړې.

‏دغه غورځنګ د کابل د سقوط د درېیمې کلیزې په مناسبت د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره ویلي، په تېرو درېیو کالو کې د افغانستان ښځو او نجونو له کورنیو زندانونو څخه د ازادۍ لپاره صبر، مقاومت او مبارزه کړې؛ خو د ښځو پر وړاندې د طالبانو فرمانونو د دغو زندانونو اوسپنیزې کړکۍ نورې هم پیاوړې کړې دي.
دغه غورځنګ وایي، چې له ۸۰ ډېرو فرمانونو له امله ښځې د طالبانو له‌خوا په کورونو کې بندیانې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو ډله د جنسیتي تبعیض، د انساني ضد سیاستونو سره د افغان ښځو هیلې او موخې له منځه وړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډله د افغان ښځو، قومونو، کلتورونو او مذهبونو دښمنه ده چې په سیسټماټیکه توګه د ښځو، قومونو او لږکیو د حذفولو په لټه کې ده.
دوی په دغه پرېکړه لیک کې ویلي، چې د دوحې هوکړه باید لغوه شي.
د دوی دویمه غوښتنه دا ده، چې نړۍواله ټولنه باید د افغانانو غوښتنو ته په درناوي له دغې ډلې سره خپلې اړیکې او تعاملات پرې کړي او د یو ټولګډونه حکومت جوړېدو ته دې لاره هواره کړي.
د دوی درېبمه غوښتنه دا ده، چې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې سره دې د طالبانو محاکمه پیل شي او پر دوی دې نړۍوالې مرستې بندې شي.

نور خبرونه

رادیو