کاناډا وايي، طالبانو افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره پر یو امن ځای بدل کړی دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

د کاناډا د بهرنیو، نړۍوالې پرمختیا او کډوالو چارو وزیرانو په یوه ګډه وینا کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانې نجونې په خپلو کورونو کې بندیانې شوې دي.

هغوی دا هم ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور، د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یو ګواښ دی.
د بهرنیو چارو د وزیرې ملني جولي د نړۍوالې پرمختیا د وزیر احمد حسین او د کډوالو د چارو وزیر مارک مېلر په ویناو کې چې په افغانستان کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال یې کړې راغلي چې «د ولسواکۍ، بشري حقونو او پوهنې په برخو کې د دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه تللې دي.»
دا رنګه هغوی ویلي، چې «افغانستان یو ځلې بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل شوی او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ډېرې بدې پایلې لرلای شي.»
په دغې وینا کې راغلي، چې «کاناډا به د افغانستان له ګاونډیانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د هغوی په ځواکمنولو کې مرسته وکړي.»
هغوی د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه ویلي:« ښځې او نجونې په خپلو مېنو او استوګنځایونو کې بندیانې شوې او د روښانه راتلونکې لپاره یې هیلې مړاوې شوې دي.»
د کاناډايي وزیرانو په وینا کې د ځايي او مذهبي خلکو او نورو زیانمنونکو توکمونو سره شویو تاوتریخوالو ته هم اشاره شوې ده.
هغوی ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، «هزاره‌ ټبري، هندوان، سېکان، مسیحیان او هم جنس خوښي ځورول شوي او له هغوی سره په دوامداره توګه زور زیاتی کېږي.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، کاناډا یو له هغو هېوادونو څخه و، چې له ۵۳ زرو زیات افغانان یې هغه هېواد ته ولېږدول او هغوی ته یې پناه ورکړه.

نور خبرونه

رادیو