جرمني وايي 'د طالبانو غیر انساني رژیم'، افغانستان د ښځو لپاره په زندان بدل کړی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پر طالبانو د توندو نیوکو سره وویل، چې «د طالبانو غیر انساني رژیم» د مېلیونونو مېرمنو او نجونو هیلې له خاورو سره خاورې کړې او هغوی ته د دې اجازه نه ورکوي، چې هغوی «د ښځو په شان ژوند وکړي.»

انالنا بېربوک وایي، چې نن سبا افغانې ښځې او نجونې په عملي بڼه په «کورني زندان» کې بندیانې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ په یوې وینا کې وویل، چې واک ته د طالبانو د بیا راستنېدو سره سم د افغانستان د خلکو په تېره بیا د مېرمنو ژوند بدل شوی دی.

د هغې په وینا، «طالبان د اسلامي شریعت په پلمه د مېرمنو له حقونو په منظمه توګه سرغړونې کوي.»
جرمني او نورو اروپايی هېوادونو، د طالبانو پر یو شمېر جګبوړو چارواکو د مېرمنو له حقونو څخه د سرغړونو په تور بندیزونه لګولي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ وویل، که طالبان نړۍوالې ژمنې له پامه غورځوي؛ نو دغه هېواد «له نړۍوالې ټولنې سره نه شي یو ځای کېدای.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې له دغې ډلې سره دې خپلې اړیکې پراخې کړي.

متقي بي‌بي‌سي ته وویل، چې د مېرمنو د حقونو مسله باید د دوی د رسمیت پېژندنې په لار کې خنډ نه شي.
مېرمن بېربوک د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو د وضعیت یو تت انځور وړاندې کړ، چې د هغې په ټکو دغې ډلې مېرمنې له عمومي حوزې څخه څنډې ته کړې دي.

نور خبرونه

رادیو