د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره: افغان میرمنې د ځپونکي رژیم په سختو شرایطو کې ژوند کوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره وايي، افغان مېرمنې د طالبانو د «جبر رژیم» په چوکاټ کې ښوونځيو، پوهنتونونو او د کار بازار ته له لاسرسي پرته د خپلې بقا لپاره ژوند کوي.

حجه لحبیب وویل، بلجیم په افغانستان کې د خلکو د ملاتړ او د نجونو د تعلیم او د بشري حقونو د دفاع لپاره ژمن دی.

اغلې لحبیب د طالبانو د واک د دریمې کلیزې په مناسبت د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د دې ډلې واک ته رسېدل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د سترې ماتې لامل شوي.

هغې ټینګار وکړ، چې د افغانستان ښځې یې نه دي هېرې کړې.

اغلې لحبیب وویل، بلجیم لا هم ژمن دی، چې د هدفي پروژو له لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، د نړیوالې ټولنې په تحرک او د نجونو د زدکړې او بشري حقونو دفاع وکړي.

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې لسګونه فرمانونه صادر کړي، چې د ژوند، کار او زدکړو په بېلابېلو برخو کې یې د ښځو او نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

دا مهال په افغانستان کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځي بې برخې دي او دې ډلې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

طالبانو د ښځو پر کارموندنې،سفر او حتی په پارکونو کې تګ راتګ پر مهال هم پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

نور خبرونه

رادیو