اوکراین په اشغال شوې کرسک سیمه کې پوځي دفتر پرانستی او وايي، د روسیې په خاور کې پرمختګ کوي

د اوکراین جګپوړي قوماندان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې کییف د روسیې د کرسک په سیمه کې د پوځي قوماندانۍ دفتر جوړ کړی، چې هلته یې ځواکونه لا هم د پرمختګ په حال کې دي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱.۵ کیلومتره نور پرمختګ کړی دی.

ډګروال اولیکساندر سیرسکي د اوکراین د ولسمشرۍ له خوا په خپره شوې ویډیو کې ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ته وویل، چې د کییف ځواکونو تیره اونۍ د روسیې پر قلمرو د برید له پیل راهیسې د کرسک سیمې کې ۳۵ کیلومتره پرمختګ کړی.

هغه په ​​خپل ټیلیګرام په خپور کړي پیغام کې وویل: "موږ په کرسک سیمه کې مخ په وړاندې روان یو. د پوځي قوماندانۍ دفتر رامینځته شوی چې باید نظم او همدارنګه د ځایي خلکو ټولې اړتیاوې تضمین کړي."

تیره اونۍ د روسیې په خاوره کې د کییف پرمختګ مسکو حیران کړ او د روسیې د ځواکونو په پرتله یې د جګړې ابتکار په لاس کې ونیوه، چې ټول کال یې د اوکراین په ختیځ کې کوچنۍ خو ثابتې لاسته راوړنې ترلاسه کړې.

سرسکي وویل؛ اوکرایني ځواکونو پر روسیې د یرغل له پیل راهیسې ۸۲ښارګوټي او ۱۱۵۰کیلومتره مربغ سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

هغه وویل، چې تورن جنرال ادوارد موسکالیوف د روسیې په لویدیځ کې د کییف تر واک لاندې سیمو کې د پوځي قوماندانۍ د دفتر مشري کوي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د کییف د پرمختګ کچه په کرسک سیمه کې ورو شوې ده.

هغه وویل، چې کییف په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰ مترو څخه تر ۱.۵ کیلومترو پورې پرمختګ کړی دی. تیره ورځ کییف د یو او دوه کیلومترو ترمنځ پرمختګ کړی و.

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ، چې د چهارشنبه په ورځ یې په خپلو څرګندونو کې د "راتلونکو ګامونو" چمتو کولو اړتیا باندې ټینګار سره یوځل بیا د روسیې په خاوره کې نورو احتمالي بریدونو ته اشاره وکړه.

هغه وویل: "موږ باید په مقننه کچه په واضح ډول دا تضمین وکړو چې زموږ جنګیالي چې د مثال په توګه د کرسک په عملیاتو کې برخه اخلي او د یرغلګر دولت په خاوره کې په ټولو نورو جنګي ماموریتونو کې برخه لري، په بشپړه توګه ټول هغه امتیازات او ګټې ترلاسه کړي چې د دوی لپاره ټاکل شوي. "