یونسکو: طالبان د نجونو پر زده‌کړو بندیز سره راتلوونکی یو نسل ګواښي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۵

د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان یونسکو خبرداری ورکړی، چې طالبانو د ۱.۴ میلیونو نجونو له زده‌کړو بې برخې کولو سره د یوه نسل راتلوونکی له ګواښ سره مخ کړی ده.

طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ واک ته ورسېدل او یو کال وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.
فرانس پریس اژانس د پنجشنبې په ورځ (زمري ۲۵مه) د یونیسکو د خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لومړنیو ښوونځیو کې د نارینه او ښځینه زده‌کوونکو شمیر ۱،۱ میلیونه تنه کم شوی.
یونسکو په خپله خبرپاڼه کې لیکلي: «یونیسکو له ښوونځیو د نجونو د پاتې کېدو د ناوړه پایلو په اړه اندیښمنه ده، چې کیدای شي د ماشومانو د کار او د کم عمره ودونو د زیاتوالي لامل شي.»
د ملګرو ملتونو د ښوونې او روزنې دغې ادارې خبرداری ورکړ: «یوازې په دریو کلونو کې، په افغانستان کې (طالب) چارواکو په خپله واکمنۍ سره د نږدې دوو لسیزو د زده‌کړو دوامدار پرمختګ له منځه یوړ، او راتلوونکی یو نسل یې له ګواښ سره مخ کړی.»
د یونسکو د شمېرو له مخې، اوس مهال ۲.۵ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې دي چې په افغانستان کې د ښوونځي د عمر ۸۰ سلنه نجونې جوړوي.
د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان زیاته کړې، چې له ۱۴۰۰ کال راهیسې د طالبانو مشرانو په قصدي توګه لږ تر لږه ۱،۴ میلیونه له شپږم ټولکې پورته نجونې له زده‌کړو بې برخې کړې دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان له یو شمېر ولایتونو څخه داسې راپورونه ورکړل شوي چې طالب چارواکو امر کړی، له لس کلنو پورته نجونې دې ښوونځيو ته نه ځي.
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې یې په منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده‌کړو اجازه نه لري.
تر اوسه پورې هیڅ هیواد طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي پیژندلي.
که څه هم د ملګرو ملتونو ځینو چارواکو د ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه «جنسي توپیر» بللی، خو دغه سازمان تر اوسه پورې د طالبانو د ناوړه جنسیتي پالیسۍ د «جنسي توپیر» په توګه د رسمیت پیژندلو غوښتنه نه ده منلې.

نور خبرونه

رادیو