ملګري ملتونه: افغانې ښځې او نجونې لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۵

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم کړکېچن دی او له رسنیو پټ ساتل کیږي.
دغه سازمان ویلي، د طالبانو بندیزونو افغانې ښځې او نجونې زیانمنې کړې او مرستو ته اړتیا لري، او د دوی لا زیات ملاتړ باید وشي.

د ملګرو ملتونو د اسیا - پسیفیک څانګې د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۲۵مه) په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې، له نړۍوالو وغوښتل چې افغان نجونو ته پاملرنه وکړي.
د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال دغې ډلې پر ښځو د بندیزونو لګولو لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.
طالبانو د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته او پوهنتون کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی. همدارنګه ښځې له بنسټیزو حقونو لکه لوبې، پارکونو او تفریح ځایونو ته تګ، له ټولنیزو او سیاسي چارو او سفر کول بې برخې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو