سرچینې وايي، طالبانو په کابل کې د یو خصوصي شرکت تر ۵۰ زیاتې ښځینه کارکوونکې وهلې دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۵

سرچینې وايي، چې طالب وسله والو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ممیزو د پاکولو د یو شرکت ښځینه کارکونکو پر موټر برید کړی او هغوی یې په «وحشیانه ډول» وهلې دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د عبدالحق په څلورلارې کې یو موټر چې تر ۵۰ زیاتې ښځې پکې سپرې وې، درولی او دغه ښخې یې وهلې دي.

یوې ښځینه کارکوونکې وویل: «طالبانو پر موږ ځکه حمله وکړه، چې ښځې د موټر په مخکیني سیټ کې ناستې وې او د رخصتۍ په ورځ کار ته تللې وو. هغوی د موټر ښیښې ماتې کړې او زه په شا د ټوپک په میل ووهلم.»

دغه ښځينه کارکوونکې وايي، چې د طالبانو له لوري تر وهلو ټکولو وروسته د کابل د ابن سينا ​​روغتون ته ورغلې، خو روغتون يې له درملنې ډډه کړې.

کارګرو میرمنو یوه ویډیو رالیږلې چې وايي، دوی د خپلو ماشومانو د نس مړولو لپاره کار کولو ته اړ شوي دي.

يوې ښځې وويل: "موږ د هوس له امله له کوره نه یو وتلي. زه څلور ماشومان لرم. زه د سهار له ۵ بجو څخه تر مازیګر ۵ بجو پورې په ۲۰۰ افغانیو کار کوم. "

دغه مېرمنې وايي، چې د نارینه موټر چلوونکي په ګډون د طالبانو غړو ډېری مېرمنې د ټوپک په زور ګواښلي او وهلي یې دي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو نن چهارشنبه د زمري ۲۴مه د "امریکا او متحدینو پر وداندې یې د دوی د بریا د ورځې" په توګه اعلان کړې او په مختلفو ښارونو کې یې په پوځي موټرو کې ګزمې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو