د مقاومت جبهې د ښځو شورا: موږ یوازې اعتراض نه کوو، بلکې د نړۍوال اقدام غوښتنه هم کوو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/39cc174fc8efbd2bc0fc10eb687f6b28471d25a8-1125x512.jpg?rect=181,82,764,430&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د مقاومت جبهې د ښځو شورا وایي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه هغه ورځ ده چې طالبانو په افغانستان کې بېرته واک تر لاسه کړ او ملت یې د بدمرغۍ پر لور سم کړ.
دغې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی زړورتیا د افغانستان دننه او بهر کې ډېر خلک هڅولي چې د یوه ازاد او دیموکراتیک ملت لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.
اعتراض کوونکو پر ملګرو ملتونو غږ وکړ، څو چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د ټینګښت او ساتنې په برخه کې روښانه ژمنه نه وي شوې د طالبانو د حکومت هر ډول ملاتړ او په رسمیت پېژندنه دې وځنډوي.
دوی له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ولس د مقاومت ملاتړ دې وکړي او د هغو ښځو ترڅنګ دې ودرېږي چې د حق، عدالت او ازادۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.
دغه غورځنګ وایي، د افغانستان دغه مبارزې ښځې یوازې اعتراض نه کوي؛ بلکې د نړۍوال اقدام غوښتنه هم کوي.
دوی له نړۍوالو غواړي، چې د افغان ښځو کړاوونه له یاده نه باسي او په دې پوه شي چې د دوی مبارزه پای ته نه ده رسېدلې.
دغې شورا د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې لیکلي، ملګري ملتونه دې واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدلو وروسته، د هغو مېرمنو د زړورتیا او د افغانستان د خلکو د مقاومت او پیاوړتیا له یاده نه باسي، چې د دغې ډلې پر وړاندې یې په زغرده مبارزه او مقاومت کړی او د حق، عدالت او ازادۍ لپاره یې خپل غږ اوچت کړی دی.