د تایلنډ واکمنه ټلواله یوه سیاستواله لومړي وزارت ته نوماندوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۵

تایلنډ کې واکمنه ټلواله وايي، ټول په دې سلا شوي چې راتلونکو پارلماني ټاکنو کې۳۷ کلنه پیاتانګترن شیناواترا لومړي وزارت ته نومانده کړي.

پیاتانګترن شیناواترا د میلیاردر تسکین شیناواترا لور او سرپرست حکومت کې د تر ټولو ستر ګوند مشره ده.

د اساسي قانون د محکمې له خوا د سریتا تاویسن له ګوښه کېدو وروسته به ېرمن شیناواترا سبا د پارلمان ځانګړې ناسته کې دې څوکۍ ته نومانده شي.

پیاتانګترن شیناواترا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۲۷ د فیوتای ګوند مشره شوه.

پیاتانګترن سوداګره ده او د انګلنډ له سوري پوهنتون یې د هوټل مدریت کې سند ترلاسه کړی دی.

د ۳۷ کلنې پیاتانګترن د پلار په ګډون د دې کورنۍ درې غړي د تایلنډ لومړي وزیران تېر شوي دي.

اوسنۍ پرېکړې سره اټکل دی چېد شینواترا میلیاردرې کورنۍ سیاسي واکمني به نوره هم اوږده شي چې له نږدې ۲۵ کلونو راهیسیې یې په تایلنډ کې لري.

ځینې خلک دا کورنۍ په فساد هم تورنوي او د پوځ اسټبلشمنټ ملاتړو عناصرو له خوا یې درې لومړي وزیران هم له دندو لرې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو