د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره دلبر نظري د زړه ناروغۍ له امله مړه شوې ده
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a0b2847317c4d477b25274889e2c94e19b8379c1-4096x2730.jpg?rect=0,213,4096,2304&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره دلبر نظري د ۶۶ کالو په عمر په کاناډا کې مړه شوې ده. د ښځو چارو په وزارت کې پخوانۍ مرستیالې نبیله مصلح افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د مېرمن نظري د مړینې خبر تایید کړی دی.
دلبر نظري له ۱۳۹۴ کال څخه تر ۱۳۹۹ کاله د افغانستان په پخواني حکومت کې د ښځو چارو وزیره وه او داسې ویل کېږي، چې نوموړې د زړه د درېدو له امله مړه شوې ده.
نبیله مصلح د مېرمن نظري مړینه یوه «ستره ضایعه» بولي او د هغې هلې ځلې یې د ښځو د حقونو، عدالت او برابرۍ په برخو کې ستایلې دي.
دلبر نظري د سمنګان په ولایت کې زېږېدلې او د فارسي او انګلیسي ژبو د ادبیاتو په څانګو کې یې د بلخ او کاتب په پوهنتونونو کې لوړې زدهکړې کړې وې.