د افغانستان سقوط؛ ولې د اګست ۱۵ مه د ټول افغانستان د سقوط ورځ ده؟
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې یو حکومت نه، یو دولت هم نه، بلکې ټول افغانستان سقوط شو. دا احساساتي او له انساني درده زېږېدلې خبره نه ده، بلکې پر استدلال ولاړ واقعیت دی.
«سقوط» د سین په پېښ (ضم) د سقط له ریښې څخه لوېدلو ته وايي. إسقاط او مُساقَطَه یې نور اشتقاقونه دي او ټول د ساقطېدو په معنا اخیستل کیږي. دا ویی په اصطلاح کې د حق یا تکلیف (مکلفیت) له منځه تللو ته وايي.
په یاده نېټه افغانستان هم له لغوي پلوه سقوط شو، هم له اصطلاحي پلوه. له لغوي پلوه افغانستان راولوېد، راوپرځېد او تر اوسه لا پرېوتی دی، څنګه پریوتی؟ وروسته به روښانه شي.
له اصطلاحي پلوه هم سقوط کړلای شو، معنا ټول مکلفیتونه، مسئولیتونه او حقونه یې په نړۍواله ټولنه کې له منځه ولاړل. د نړۍ لویو ځواکونو د خپلو موخو لپاره افغانستان په اصطلاحي معنا سقوط کړ. د دوی داسې یو افغانستان په کار و/ دی، چې هېڅ ډول التزامي مکلفیت ونه لري، څوک یې په رسمیت ونهپېژني او حقونه یې ورڅخه تروړل شوي وي.
په هغه هېواد چې مکلفیتونه او نړۍوال مسئولیتونه ونهلري، هرڅه او هرڅوک راتللای شي. دلته د نړۍ ټول مذهبي بدمعاشان او انسانوژونکي دېره کېدلای شي، ټولې پوځي نیابتي ډلې ځالې جوړولای شي، له دې هېواده هر بل هېواد ګواښل کېدلای شي، ځکه دا هېواد له نړیوالو مسئولیتونو او مکلفیتونو څخه ساقط شوی دی.
خو له لغوي پلوه افغانستان د خپلو خلکو لپاره سقوط کړای شوی دی، یعنې راپرېوتی دی. همدا څو ورځې وړاندې خبرونه و، چې ناڅرګندو الوتکو پر ننګرهار و کونړ دورې وهلي، خوست و پکتیا و پکتیکا بمبار شوي. پر ډېورند کرغېړنه کرښه ببرسري وسله وال وځي و ننوځي. د دوښمن پښو ته راپرېوتلی (سقوط شوی) هېواد یعنې همدا.
که په افغانستان کې حکومت یا دولت سقوط شوی وای، دومره لویه غمیزه به نه وای. هغسې لکه په بنګلدیش کې چې یو حکومت سقوط شو. دا چې وروسته په بنګلدیش څه راځي؟ لا څرګنده نه ده، خو لا تر اوسه یې اساسي قانون واکمن دی، بشري پانګه و کادرونه یې پرځای دي، بیرغ یې پر نړۍ رپیږي، نړۍ یې په رسمیت پېژني، ملي پوځ یې د ګډوډۍ مخه ونیوله او د خلکو له ملاتړه لاپیاوړی شو، ښځې یې انساني حقونه لري، ښوونځيو او پوهنځیو ته یې لا د تکفیر کولپونه لوېدلي نه دي.
یوه سیاستواله ولاړه پر ځای یې د اقتصاد و بانکدارۍ یو داسې متخصص راغی، چې نوبل جایزه یې ګټلې ده. د مدني و ټولنیزو فعالیتونو اتل ګڼل کیږي، وايي بنګلدیش ته به ولسواکي راستنوي. بنګلدیش د بنګالي ژبې و بنګالي هویت پر بنسټ جوړ شوی هېواد دی. په نړۍ کې د فېبروري یویشتمه ځکه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ګڼل کیږي، چې په دې ورځ بنګالیانو خپلې ژبې و هویت ساتنې لپاره خپل هېواد ازاد کړ.
په افغانستان کې تر سقوط وروسته ملي هویت کفر ګڼل کیږي. ملتپالنه او ان وطنپرستي کفر دی. د ملي ژبې د ودې و پیاوړتیا ټول بنسټونه یې د تکفیر په ډبره ویشتل شوي او سقوط شوي دي. په همدې تېرو ورځو کې به مو لسګونه رسمي و شرعي فتواوې اورېدلې وي، چې پښتونولي، افغانیت، وطنپرستي،ملتپالنه کفر وبلل شول او د ملي تفکر خاوندان یې کفار وبلل. هڅه روانه ده، چې د افغانستان نوم ورو - ورو له رسمي سرلیکونو ولویږي. په رسمي محاورو کې یوازې «اسلامي امارت» ډېر نېغ نېغ کیږي.
د هویتي او ملي ارزښتونو له نظره ټول (افغانستان) سقوط دی. بیرغ یې راپرېوتلی دی، اساسي قانون نه لري. پر هېڅ نړۍوال ستیژ یې څوک په رسمیت نه پېژني. د نړۍ ښکېلاکي ځواکونه ورسره د همدې اصطلاحي «سقوط» په قیمت (تعامل!) کوي. د ډالرو راروانې کڅوړې د افغانستان د سقوط کرایه ده.
همدا څو ورځې وړاندې اعلان وشو، چې له افغانستان څخه اته میلیونه وګړي کډوال شوي دي. دا اته میلیونه عادي انسانان نه دي. دوی لوستي، متخصصان، مجرب کادرونه او ټولنیز فعالین و، چې د اقتصاد و ټولنپوهنې د علم پر بنسټ د دوی وتل یعنې د بشري پانګې له منځه تلل. افغانستان له بشري پلوه هم سقوط کړای شوی دی. یو خو د واکمنو عقدې دي، چې وايي: ملتپال، روښانفکران او متخصصان کافران دي. وتل یا نه وتل یې مهم نه دي! خو علم بل څه وايي. بشري پوهنه و اقتصاد وايي، چې له بشري پانګې پرته فیزیکي، مالي او ټولنیزه پانګه هېڅ معنا نه لري.
په افغانستان کې څلور واړه سرمایو (پانګو) سقوط کړی، علم راته وايي: موږ څلور ډوله سرمایې لرو، چې یو هېواد پرې ژوندی وي:
مالي پانګه
دا ډول پانګه له پیسو، سټاکونو، پورونو، او هر ډول مالي شتمنیو څخه جوړه ده، چې د توکو او خدماتو د پیرلو یا پانګونې لپاره کارول کېږي.
فیزیکي پانګه
دا پانګه د فیزیکي شتمنیو ټولګه ده، لکه کانونه، ماشینونه، ودانۍ، تجهیزات، زمکه، او بېخبناوې چې د تولید په بهیر کې د توکو او خدماتو د رامنځته کولو لپاره کارول کېږي.
بشري (انساني) پانګه
دا ډول پانګه د کار ځواک مهارتونه، پوهه، تجربه، او توانمندیو ته وايي، چې د زده کړې، تجربې، او شخصي پرمختګ له لارې ترلاسه کېږي.
ټولنیزه پانګه
ټولنیزه پانګه د یوې ټولنې د انسانانو ترمنځ حقوقي اړیکو، اړیکتیايي شبکو، ټولیز باور، او اجتماعي همکارۍ ته اشاره کوي چې کولای شي د تعاملاتو په اسانولو او اجتماعي او اقتصادي اغېزناکتیا کې مرسته وکړي.
دا څلور واړه پانګې د یوې ټولنې د هوساینې څلور بنسټونه دي، یوه له بلې پرته معنا نه ښندي او له بده مرغه چې دا څلورسره سقوط کړای شوې دي. بشري پانګه ووته، اته میلیونه انسانان ووتل، چې ګڼ شمېر یې متخصص کادرونه وو. هغه برخه لوستي و متخصصان چې په هېواد کې پاتې دي تر شدید سانسور او محدودیت لاندې دي، دندې یې له لاسه ورکړي او په کور ناست دي یا له خپل تخصص څخه په وتلې ساحه کې مزدوري کوي. په رسنیو کې څوک سپوڼ وهلای نهشي. دوی خپل حالت یوازې هغه وخت بیانوي، چې له هېواده ووځي. معنا اته میلیونه خو ووتل، هغه شمېر چې پاتې دي، هم موثریت ورڅخه اخیستل شوی دی.
ټولنیزه پانګه هم فلج ده. مدني ټولنه چې د ټولنیزې پانګې د فعالیت بنسټ او خوځوونکی ځواک دی، له کفر سره مترادفه ګڼل کیږي. د ټولنیزې و بشري پانګو نیمايي وجود خو هغه وخت وژل شوی، چې نجونې و ښځې له ټولو حقونو محرومې دي. نجونې وښځې د نیمايي بشري نفوس په توګه د دې دواړو پانګو نیمايي وجود جوړوي.
مالي پانګې اقتصادي ارزښت بایللی. د پیسو تولیدي او ګټور دوران نهشته. د پیسو هغه کڅوړې چې راځي جرمي اقتصاد چاغوي او د جنګ اقتصاد یې په پښو درولای. د نړۍوالې ټولنې دغه مسخره تعامل، ناروغ ته د سیروم په بوتل کې د زهرو ورګډول دي ځکه وږیو افغانانو ته نه وررسیږي.
میلیونونه انسانان وږي، وزګار او کپ ډوډۍ ته احتیاج دي. د جنګ پیسې له واکمن پوړ سره په ولاړه بڼه زېرمه کیږي او هغوی پرې د خپلې مستبدې واکمنۍ جرړې پیاوړې کوي.تر دې بریده، چې حتا له دغو (تعامل شویو پيسو) څخه د متقاعدینو روا حق نه ورکول کیږي.
لسګونه زره متقاعدین، چې د لکونو انسانانو د ژوند برخلیک ورسره تړلی، له لوږې څخه د مرګ پر پوله رنځیږي.
فیزیکي پانګه هم له ګټورتیا لوېدلې. کانونه پاکیستان ته روان دي او ګټه یې د واکمنو جیبونو ته پریوځي.
د یوه هېواد سقوط یعنې همدا.
موسیقي سقوط ده، سینما سقوط ده، انځورګري سقوط ده، ادبیات و ژورنالیزم سقوط دي. فرهنګ له کفر سره مترادف دی. د واکمنو نړۍ د هغوی د بیرغ په شان تور و سپینه ده، بل رنګ په کې نهشته. د پاکیستان له استخباراتي مدرسو فارغان يې چې خوښ دي سپین دي، نور ټول هېواد و هېوادوال تور دي. رنګ و رنګین ژوند کفر دی. هنر و فرهنګ چې د رنګارنګ ژوند نښې دي سقوط شوي دي.
او دې ته وايي له اصطلاحي او لغوي دواړو اړخونو د یوه هېواد سقوط، چې ښايي مخه یې ونیول شي.
څه باید وشي؟
تر هرڅه وړاندې باید ټولنه د دغه دردناک او غمجن سقوط په ماهیت وپوهول شي. مخکې مو وویل، چې سقوط یعنې رالوېدل. که یو انسان له لوړې په سرراوغورځول شي، ګنګس وي، په سترګو یې توره شپه شي، نهپوهیږي څه ورپېښ شوي دي؟
زموږ ټولنه هم همداسې رالوېدلې، په سر راپرېوتلې ده، ګنګسه ولاړه ده او نه پوهیږي څه ورپېښ شوي، یوازې درد احساسوي او خواشیني.
ټولنه باید راویښه کړو، له ګنګستیا څخه یې وباسو. هغو دوښمنو چې ټولنه یې له لوړ ځایه ټېلوهلې او غورځولې ده، دغه ګنګستیا او درد یو مقدس حالت ګڼي. دوښمن زموږ ټولنې ته وايي: « دا سپېڅلې ګنګستیا ده او له دې څخه راوتل کفر دی. » موږ باید ټولنه خبره کړو، چې سقوط کړای شوې او دوښمن یې دروغ ورته وايي.
ټولنه باید د خپل سقوط له ټولو ابعادو، عواقبو او هراړخیزو اغېزو خبره کړو.ټولنه باید پوه شي، چې د اته میلیونه کادرونو وتل یوازې له میندو پلرونو او خواخوږیو د زړه د ټوټو بېلتون نه دی، بلکې دا غمیزه تر دې ژوره ده.
د وطن معنا له وطن څخه وتلې ده. د اته میلیونه بشري پانګې وتل د واکمنو د مسخرو او ریشخندونو په شان یوه مسخره خبره نه ده، بلکې ملي ناورین دی. دا سقوط د کفر او اسلام په ترازو کې مه تلئ، بلکې دا سقوط د خپلو اولادونو د راتلونکي تباهي وبولئ، د یوه هېواد له لاسه تلل یې وګڼئ او د افغانستان سقوط یې وبولئ!
د دې سقوط مخه یوازې او یوازې له ګنګستیا څخه راویستل شوی او ویښ کړای شوی ملت نیولای شي.
اته میلیونه راوتلې بشري پانګه باید شپه و ورځ د خپل ملت د راویښولو او د تکفیر له ګنګستیا څخه د راایستلو لپاره هڅه وکړي او ولس ته دا وړتیا ورکړي، چې دوی په یوه څلویښت میلیوني اراده د دې سقوط مخه نیولای شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.