م م: طالبانو د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره د ښځو خپلواکي، حقونه او ژوند په نښه کړی دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۳

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د ۷۰ فرمانونو په صادرولو سره د ښځو او نجونو خپلواکي، حقونه او ورځنۍ ژوند په مستقیم ډول په نښه کړی دی.

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خراب شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په دې بیانیه کې، چې د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) خپره شوه، ويل شوي چې په افغانستان کې د جنسيتي برابرۍ په لاره کې لسګونه پرمختګونه د طالبانو په ظالمانه حکمونو له منځه تللي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو پر کار، زده کړو او پارکونو او ورزشي کلپونو په ګډون عامه ځایونو ته په ورتګ بندیزونه لګولي دي.
ملګرو ملتونو د یوې سروې په حواله ویلي، چې په افغانستان کې ۹۸ سلنه ښځې احساس کوي چې په خپله ټولنه کې د پرېکړو نیولو په برخه کې محدود یا هېڅ برخه نه لري او د ۶۸ سلنه افغان ښځو رواني روغتیا خرابه یا ډېره خرابه بلل شوې ده.
د هغې سروې پر بنسټ چې په ۲۰۲۳ کال کې د "د ټولګډونه او دوامدارې سولې لپاره د ښځو غږونه" موسسې له خوا خپره شوې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې لیکلي، چې اته سلنه افغانان لږ تر لږه یوه ښځه یا نجلۍ پېژني چې ځان وژنه یې کړې ده.
د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو له واک ته د رسېدو درې کاله وروسته هم په افغانستان کې ښځو او نجونو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له هڅو ډډه نه ده کړې.
په بیانیه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو ښځې په افغانستان کې حضور لري او هره ورځ د افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوي. زموږ ستراتیژي په هېواړ کې د ښځو پر پانګونې تمرکز لري.»
په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار سازمان وویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي کړکېچ ته لمن وهلې ده.

نور خبرونه

رادیو