د بشري حقونو څار سازمان: افغانستان د نړۍ له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۳

د بشري حقونو څار سازمان وایي، طالبانو په نړۍ کې د ښځو له حقونو څخه په سرغړونې تر ټولو جدي ناورین رامنځته کړی دی.
دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان د نړۍ له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی.

دغه سازمان د طالبانو درې کلنې واکمنۍ ته په یوه لنډ ویډیویي راپور کې ځغلنده کتنه کړې ده.
دغه سازمان په لومړي سر کې د طالبانو په واکمنۍ کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو لپاره له زده‌کړو محرومېدو ته اشاره کړې ده.
دغه سازمان وایي، اوس‌مهال ښځې او نجونې د ازاد تګ راتګ پر وړاندې له سختو خنډونو سره مخامخې دي چې د روغتیایی پاملرنې، دندې او د تفریح په برخه کې د دوی په حقونو اغېز کوي.
دغه سازمان زیاتوي، طالبان ښځې د دوی د جامو له امله د «بد حجابۍ» په نوم بندیانوي او ربړوي یې.
په دغه راپور کې راغلي، د پراختیایي مرستو تر بندېدو وروسته افغانستان د نړۍ یو له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی.
د راپور له مخې، اوس‌مهال د افغانستان له نیمایي نفوس څخه ډېره برخه ( ۲۳ مېلیونه) خلک د خوړو د ناخونديتوب سره مخ دي.
راپور زیاتوي، چې د بهرنیو مرستو له لاسه ورکولو سره د افغانستان روغتیایي سیسټم ته سخت زیان اوښتی دی.
دغه سازمان وایي، د طالبانو په حکومت باید فشار راوړل شي چې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې پای ته ورسوي او د بشري ناورین د حل په کار کې مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو