د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو بد ناورین رامنځته کړی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۲

د بشري حقونو څار سازمان د یکشنبې په ورځ وویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو سخت ناورین رامنځته کړی.

دغه سازمان پر ټولو حکومتونو غږ کړی چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي چې په افغانستان کې د سختو جرمونو مسوول دي، حساب وکتاب دې ورسره وشي.

د بشري حقونو د څار سازمان څیړونکې فرشته عباسي لیکلي، چې «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانې ښځې او نجونې د خپل ژوند په اړه تر ټولو بد خوبونه ویني.»

د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ راپور ته اشاره کړې، په کوم کې چې وضعیت د «تبعیض، جلا کولو، انساني کرامت ته د سپکاوي، او د ښځو او نجونو د ایستلو بنسټیز سیسټم» په توګه تشریح شوی.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو په دې درېیو کلونو کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو او رسنیو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

دغه راز طالبانو په خپلسري ډول ښځې د جامو د اغوستلو له امله نيولې او د دغې ډلې په امر يې لاريون کوونکي شکنجه کړي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ هېواد دی.

روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی د طالبانو د بندیزونو له امله له خنډ سره مخ شوی او د ښځو او نجونو روغتیا له ګواښ سره مخامخ شوې ده.

د دغه سازمان څېړونکې فرشته عباسي وايي، هغه حکومتونه چې له طالبانو سره اړیکي لري، باید تل دا یادونه وکړي چې پر ښځو او نجونو او ټولو افغانانو ظلم د نړۍوالو قوانینو له مخې د افغانستان له مکلفیتونو سرغړونه ده.

نور خبرونه

رادیو