داعش د کابل په دشت برچي کې د پروني برید مسوولیت په غاړه واخیست
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/1b12af26536f4106d38c1ec3ddbd7e13c1027d1d-1079x630.jpg?rect=0,12,1079,607&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د خراسان ولایت داعش ډلې د کابل په دشت برچي کې د هغه برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې تېره ورځ د سورلۍ په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله وشو. طالبانو ویلي وو، چې په دغه برید یو تن وژل شوی او ۱۱ ټپیان شوي.
په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي و، چې د کابل ښار په لویدیځ دشت برچي کې د یکشنبې په ماسپښین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي.
داعش وسله والې ډلې تر دې وړاندې هم د دا ډول بریدونو مسوولیت منلی وو.
خالد ځدران ویلي، چې دغه پېښه په یوه مساپر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لېږلې، چې له چاودنې وروسته په لومړیو شېبو کې لیدل کېږي، چې د مرسیډیز مساپر وړونکی موتر څخه وينې بهيږي او د بدن ټوټې هم پرتې دي.
دا له ځنډ وروسته بیا د کابل په لوېدیځ کې د ولسي خلکو پر موتر برید دی، چې کابل ښاریانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، تر دې وړاندې به دا ډول بې شمېره بریدونه کېدل چې د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېدل.
داعش په کابل کې د تېرې ورځې د برید مسوولیت یوه ورځ وروسته له برید څخه په غاړه واخیست.
د طالبانو حکومت وايي، داعش ډله یې په افغانستان کې له پښو غورځولې ده.