په تخار کې یو شمېر مېرمنو یو ځل بیا د طالبانو پر ضد د تالقان په واټونو کې لاریون وکړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۲

په تخار ولایت کې د ښځو د حقونو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د تګلارو پر ضد واټونو ته په راوتلو سره لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د "جنسيتي توپیر" پر ضد شعارونه ورکول او ویل یې چې طالبان نه شي کولی د ښځو غږ په ټوپک خاموشه کړي.

دغه لاریون د طالبانو له خوا د کابل د نیولو د درېیمې کلیزې په مناسبت وشو.

په تخار کې د ښځو د حقونو فعالانې چې ځانونه د نوي فکر غورځنګ غړي بولي د "ښځې ژوند او ازادي" په شعارونو سره د دغه ولایت واټونو ته راوتلې دي.

دغه ښځې پر طالبانو تور لګوي، چې په هېواد کې د جنسیتي توپیر په عملي کولو لاس پورې کوي او پر نورو ښځو یې غږ کړی، چې د خپلو حقونو لپاره د دې ډلې پر وړاندې ودرېږي.

طالب چارواکي د اګست ۱۵مه له "امریکا او د هغوی د متحدینو د اشغال پر وړاندې د خپلې بریا» د ورځې په توګه نمانځي.

د افغانستان په دننه او بهر کې د ښځو د حقونو غورځنګونه د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو توره ورځ بللې ده.

نور خبرونه

رادیو