شنبه های ارغواني غورځنګ: د طالبانو په وړاندې مبارزه کې غلي نه پاتې کیږو

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۱

د طالبانو له واکمنېدو د درېیو کلو په بشيړېدود شنبه های ارغواني غورځنګ، د افغانستان پر ټولو اعتراضي خوځښتونو، سیاسي او مدني فعالانو، لوبغاړو، ځوانانو او پوه خلکو غږ کوي، چې پراخ لاریونونه وکړي او پر هغو کسانو فشار راوړي چې په واک کې د طالبانو د پاتې کېدو لپاره د هغوی ملاتړ کوي.

شنبه های ارغواني غورځنګ ویلي، که څه هم له شل کلنې مبارزې او د افغانانو له بې شمېره قربانیو وروسته له یوه شرمناک جوړجاړي وروسته د طالبانو ډله بیا واک ته ورسېدله او ټول افغان وګړي یې زیانمن کړل.

همدارنګه دغه غورځنګ زیاتوي، په تېرو درېیو کلو کې د طالبانو له لوري ښځې، مذهبي او قومي لږکۍ د طالبانو د ظلم، زور او بې عدالتۍ اصلي قربانیان دي.

په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو په تېرو دریو کلو کې نه یوازې دا چې جنګي جنایتونه یې کړي، بلکې د تېر حکومت د عسکرو او کارکوونکو هدفي وژنې، جبري کډوالۍ او د افغانانو له بنسټیزو حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې هم کړې دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې طالبانو په قصدي ډول د لاریون کوونکو ښځو ځورونه او پرې جنسي تېري هم کړي دي.

یاد غورځنګ د طالبانو د ظلمونو او جرمونو په اړه د محاکمې غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د طالبانو خپلسري حکومت له نړۍوالې ټولنې سره د خپلو ټولو ژمنو پرخلاف، نه یوازې دا چې له نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه دې پرې کړې، بلکې د دغو اړیکو په ټینګولو سره یې افغانستان د نړۍوالو ترهګرو په "خوندي کور" بدل کړ. او د هرې ورځې په تېریدو سره، دوی د سیمې او نړۍ لپاره احتمالي ګواښ او لوی ناورین ته نږدې کیږي.»

شنبه های ارغواني غورځنګ په هېواد کې دننه او بهر له ټولو افغانانو په ځانکړې توګه له ښځو غوښتي، چې په ډلییزه او یا هم یوازې سر د ښځو ضد طالب ډلې په وړاندې غږ پورته کړي، او د طالبانو مشران دې نړېوالې محکمې ته را کش کړي.

نور خبرونه

رادیو