د پنجره امید غورځنګ:طالبانو هلکانو لپاره ښوونیز نصاب کې د ترهګرۍ سره تړلي موضوعات زیات کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۰

د پنجره امید غورځنګ وایي، طالبان په دې پوهېږي چې لوستې ښځه د دوی د حکومت پر وړاندې له جدي ګواښونو څخه ده؛ نو له همدې امله د هغو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې نه پرانیزي او د نړۍوالو خبرو ته هم غوږ نه نیسي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې طالبانو د هلکانو لپاره ښوونیز او تحصیلي نصاب سانسور کړی او د عصري مضمونونو پر ځای یې د افراطیت د ودې او ترهګرۍ اړوند موضوعات ور زیات کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې معترضو مېرمنو په تېرو درېیو کلونو کې د زده‌کړو، کار او د ښځو د بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه کړې او په سوله‌ییزه توګه یې د حق لپاره غږ اوچت کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د حق غوښتنې او د طالبانو د بندیزونو او ربړونو څخه نه ستړې کېږي؛ بلکې په بېلابېلو ډولونو سره به د حق غوښتنې لپاره مبارزه وکړي.
دوی وایي، د هغې ورځې په هیله چې خوبوړي وجدانونه را ویښ شي، د دوی انساني غوښتنې واوري او له دوی سره ودرېږي.
دغه غورځنګ د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې لیکلي، چې پر بشري حقونو د بندیز او د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو لپاره به ترپایه مبارزه کوي.

نور خبرونه

رادیو