منیژه تلاش د سیاسي شعارونو له کبله له المپیک سیالیو واېستل شوه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/ed2c0b9b718892f74a01fcc757fb58c2f5deb680-723x484.jpg?rect=0,39,723,407&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د پاریس ۲۰۲۴کال المپیک سیالیو کې د پناه غوښتونکو له ډلې منیژه تلاش له دې امله له المپیک سیالیو لرې کړای شوه، چې د ښځو په اړه یې یو شعار نندارې ته وړاندې کړ.
دغه انګلیسي شعار چې د ۲۱کلنې منیژې په کمیس راڅرګند شو، په کې لیکل شوي وو « افغان ښځې ازادې کړئ».
المپیک د خپل قانون له مخې اغلې منیژه له دغې نندارې وروسته له لوبو بهر کړه.
د المپیک د قانون له مخې، په دغه سیالیو کې پر سیاسي شعارونو بندیزونه لګول شوي دي.
منیژې تلاش له اسپانیا څخه د دغو سیالیو د پناه غوښتونکو له ډلې د برېک ډانس په برخه کې ګډون کړی و.