له المپیکه د منیژې لرې کولو ته غبرګونونه: د افغان ښځو ازادي سیاسي شعار نه دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۰

د پاریس له المپیک څخه د افغان نڅاګرې منیژه تلاش اېستلو د نړۍوالو رسنیو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو غبرګونونه راپارولي دي.

د ټولنیزو شبکو یو کارونکي لیکلي: «د افغانستان د ښځو ازادي، سیاسي شعار نه دی، د مرستې غوښتنه ده.»
یو ایراني کاروونکي ماني پر اېکس لیکلي: «دا په واقعیت د خندا وړ خبر ده، چې د افغان نڅاګره منیژه تلاش د افغان مېرمنو په ملاتړ د پیغام په بیانولو سره د المپیک لوبو له دوام څخه محرومه شوه، مګر د المپیک همدې چارواکو د یو هېواد (روسیې) ورزشکارانو ته د سیاسي مسالو له امله په دغو سیالیو کې د ګډون اجازه ور نه کړه.» دغه کاروونکي د المپیک چارواکي د یو هېواد له ورزشکارانو سره په سیاسي چلند تورن کړي او ویلي یې دي، چې له سیاست مخکې د منیژې پیغام مهم او انساني دی.
د اېکس ټولنیزې شبکې یوې بلې کاروونکې لیلا فروغ د المپیک له لوبو څخه د منیژې اېستلو په غبرګون کې لیکلي: «منیژې په المپیک کې د مډال د ګټلو هڅه نه کوله، بلکې د افغان مېرمنو د غږ پورته کولو لپاره یې المپیک کې ګډون وکړ.» دې کارونکي زیاته، چې هغې خپل هدف ترلاسه کړ او هغه مډال یې ترلاسه کړ چې غوښتل یې.
همدا راز، سینماګر برحسین دانش پر خپل فیسبوک لیکلي، هنر د اعتراض په مانا دی. هغې اعتراض وکړ او بریالې شوه.
منیژې تلاش د المپیک له پاتې لوبو څخه د هغې په کمیس کې «د افغانستان ښځې آزادې کړئ» عبارت لیکلو له امله لرې شوې ده.
د المپیک د منشور په پنځوسمه ماده کې راغلي چې د اولمپیک په مرکزونو، میدانونو او نورو سیمو کې سیاسي، مذهبي یا نژادي مظاهرې او تبلیغاتو ته اجازه نشته.

نور خبرونه

رادیو