د طالبانو روغتیا وزیر له بريتانيا د مور او ماشوم د روغتيا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۰

د طالبانو د عامي روغتيا وزير د افغانستان لپاره د بريتانيا له شارژدافير سره په ليدنه کې له هغه غوښتې، چې د مور او ماشوم د روغتيا په برخه کې ور سره مرسته او همکاري وکړي.

نړیوالو ادارو تېر کال افغانستان د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې له پلوه تر ټولو بد هېواد بللی و.

د طالبانو د عامي روغتيا وزارت نن په اعلاميه کې ويلي، نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بريتانيا له شارژدافير رابرټ ډيکسن سره په ليدنه کې د مور او ماشوم د روغتيا تر څنګ، د روغتيايي سيسټم او په نشه د روږدو ناروغانو د درملنې اړوند د همکاري غوښتلو په اړه هم خبرې کړې دي.

اعلاميه زياتوي، چې شارژدافير په روغتيايي برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

که څه هم روغتيايي نړيوالو سازمانونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د مور او ماشوم د وضعت په اړه خپل وروستي معلومات نه دي شريک کړي؛ خو تېر ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن ډوچارېک ويلي و، چې افغانستان د زېږون پر مهال د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.

همدا راز، د روغتیا نړیوال سازمان هم د ۲۰۲۳ کال په خپل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د دې هېواد تر شپږو ګاونډیو لوړه ده او د میندو د روغتیا د لا خرابیدو ویره شته.

د افغانستان ډېری ولایتونه په ځانګړې توګه کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي اسانتیاوې او ډاکټران نشته.

لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته نه لاسرسی او د روغتیایي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکترانو او کارکونکو کموالی د میندوارۍ اړوند ناروغیو له امله د میندو د مړینې زیاتیدو لوی لاملونه بلل کیږي.

نور خبرونه

رادیو