ملګرو ملتونو د المپیک له نړۍوالې کمېټې غوښتي چې افغان لوبغاړو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د المپیک له نړۍوالې کمېټې وغوښتل، چې د افغان ښځینه لوغاړو ملاتړ دې وکړي او هغوی ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی له ورزشي سازمانونو وغوښتل، چې په سپورټي لوبو کې د ښځو پر ګډون دې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر سپورټ بندیز د دوی له حقونو څخه سرغړونه ده او بل هېڅ هېواد دا ډول اقدام نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ګډون د افغانستان لپاره د بشري حقونو د سازمان مشر ریچارډ بنټ، د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د ښځو او نجونو د سپورټ په وړاندې د طالبانو کړنې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د تبعیضي او ظالمانه برخورد یوه برخه ده، چې د بشریت پر وړاندې د جنایت یوه بیلګه کیدای شي.

شاوخوا درې کاله کېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي. د کار او زده کړې له حق څخه نیولې تر سپورتي لوبو کې ګډون او پارکونو ته تګ او د کورنۍ له نارینه غړي پرته سفر کول.

د پاریس د المپیک په سږنیو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب درې ښځینه او درې نارینه ورزشکارانو برخه اخیستې ده. خو طالبانو ویلي، چې دغه ډله د المپیک په سیالیو کې افغان ښځینه ورزشکارانې په رسمیت نه پیژني.

د ملګرو ملتونو استازو دا هم ویلي، چې د سپورټ په ګډون د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو او کرامت څخه ناوړه محرومیت باید پای ته ورسیږي.

په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی: «کولتور باید د بشري حقونو څخه د سرغړونې لپاره د عذر په توګه ونه کارول شي، لکه په سپورټ کې د ګډون حق.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې د سپورټ نړۍوال سازمانونه مسوولیت لري چې د طالبانو له "جابرانه" سیاستونو سره مبارزه وکړي او په هر ځای کې د افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

دوی په دغو سیالیو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو د ګډون لپاره د المپیک د نړۍوالې کمېټې ملاتړ «ښه» وباله، خو ټینګار یې وکړ، چې لا زیات ملاتړ ته اړتیا ده.

دغو کارپوهانو ویلي< چې د سپورټ نړۍوال سازمانونه باید له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د طالبانو له تبعیضي او غیر قانوني تګلارو سره د تړاو په توګه تعبیر شي.

نور خبرونه

رادیو